<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-09 18:16:24    
د وانګ جينګ له خوا ويل شوی بهرنی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې وانګ جينګ له خوا ويل شوی يو لړ بهرنی سندری وړاندې کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د پخوانی شوروی اتحاد يوه سندره واورو چی نوم يی دی د وحشی زالزالک ونه٠

( سندره ١ )

وانګ جينګ اوس د چين د ولسی ازادی بخښونکی اردو د سياسی عمومی اداری د سندرو او اوپيرا د ډلی يوه مشهوره سندرغاړې ده٠ هغه د ١٤ کلنۍ په عمر په پوځ کی شامله شوه او په ١٩٧٦ کال کی يی د سندرو او اوپيرا په ډلی کی ګډون کړی چې د اوپيرا يوه هنرمنده ګرځېدلی ده٠ د څه د پاسه ٣٠ کلونو راهيسی وانګ جينګ په وار سره په ١٠ اوپيراګانو کی عمده رول لوبولی ، هغی د سندرو ويلو د هنر د بشپړتيا له امله د پراخو خلکو مينه ترلاسه کړی ده٠ اوس به مونږ په ګډه د وانګ جينګ په غږ يوه ايتالوی سندره واورو چی نوم يی دی ښکلی هسپانوی نجلۍ٠

( سندره ٢)

په ١٩٩٨ کال کی وانګ جينګ د چويوان په نامه په اوپيرا کی د عمده رول د لوبونکې په توګه وټاکل شوه او د چين د اوپيرا په برخه کی يی ستره جايزه تر لاسه کړه٠ وانګ جيينګ څو ځله د چين د سندرو په بېلا بېلو سياليو کی زيات بريالتوبونه ترلاسه کړی او د څه د پاسه ١٠ فلمونو او تلويزيونی ډرامو لپاره يی سندری ثبتی کړی دی٠

برسيره پر دی هغې د چين له هنري پلاوی سره سينګاپور، جاپان او ماليزيا ته سفرونه هم کړی او ننداری يی ډيرې کاميابې شوې . د پروګرام په پاي کې به ددې لخوا ويل شوي يوه سندره واورو چه نوم يي دی ښکلې شپه .

(سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسېږی٠روغ او خوشحاله اوسئ٠