<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-09 18:24:24    
د انسان د عمر د کنترول عوامل څه دی؟

cri

د عالمانو په نظر په تيوريکي توګه د انسان عمر يو سلو شلو کالو، د کشپ عمر يو سلو پنځوسو کالو او د سپي عمر شلو کالو ته رسيداي شي چی د بېلا بېلو ژويو د عمر توپير د جنين له خوا فيصله کيږي٠ اوس عالمانو له ځينو ډولونو ژويو او نباتاتو څخه هغه جنين پيدا کړيدي چی ځيني يی د عمر د اوږدوالي او ځيني يی د عمر د لنډوالي سره اړيکې لري ٠ د عالمانو د نوې څيړنې نتيجه دا ده چی د متابوليزم ګړنديتوب د عمر د اوږدوالي لپاره ګټه لري چی متابوليزم په وجود کی د غذايي موادو د هضمولو او د انرژۍ د جوړولو د سرعت مانا لري٠ د برتانيا عالمانو د ٤٢ موږکانو د ازموينې له لاری دا نتيجه لاس ته راوړي ده چی د هغو موږکانو عمر چی د متابوليزم جريان يی چټک دی، د هغو موږکانو نه دري چنده اوږديږي چی د متابوليزم جريان يی ورو ورو دی٠ دغه کشف د پخواني تيوري لپاره يو چليج دی ځکه چی پخوانی نظر يی دا وی چی هغه ژوندي موجودات چی د متابوليزم جريان يی چټک دی، لنډ عمر لري٠ مثﻵ د فيل عمر د نورو هغو ژويو نه لنډ دی چی وجود يی د فيل نه کوچنی دی٠ اوس عالمان غواړي چی دغه تيوري د انسان لپاره استعمال کړي څو چی د متابوليزم د جريان د چټکولو له لاري د انسان عمر اوږد شي٠

د زياتو عالمانو په نظر د هغو کسانو عمر چی کم خوري، اوږديږي٠ د امريکا په يوه پوهنتون کی دا أزموينه سر ته ورسيدله چی د دې أزموينې له مخی، د هغه موږک عمر چی د نيم لوږي په حال کي دی، د موړ موږک نه يو چنده اوږد دي٠ د څيړنې له مخې د ګدايانو روغتيا د بډايانو نه ښه ده، علت يی دا دی چی دوي عمومأ د نيم لوږي په حال کي دي، کم انتي بيوتيک خوري او په کولمو کي د هاضمې لپاره ګټور ميګروبونه ډېر دي چی دغه ټول د روغتيا لپاره ډېر ګټه لري٠

أيا په نړۍ کی د عمر د اوږدوالي درمل شته که نه؟ التبه د نه مړه کيدو حياتي

اکسير نشته، خو هغه دارو درملونه پيدا کيږي چی تر يوې اندازې پوري د انسان د وجود ضعيفوالي چنډوی او عمر يی اوږديږي٠ برسيره پردی د انسان په عمر باندي د هورمون اغيزه هم د توجه وړ ده٠ د انسان لپاره د ودې د هورمون ترشح د عمر د اوږدوالي سره سم کميږي چی په نتيجه کی وزن يی دروند کيږي، کلسترول يی بدليږي، د ناروغيو په مقابل کی د مصؤنيت قوت ضعيف کيږي حتي د زړه په ناروغي اخته کيږي يا له نورو تکليفونو سره مخامخ کيږي٠