د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د پاکستان يوه الوتکه د جولای په لسمه نېټه غرمه د دغه هېواد په منځنی ښار ملتان کی وغورځېده چې يو څلويښت تنه سپرلۍ او څلور کارکوونکی يی ټول ووژل شول.
د ملتان د هوايی ډګر مسئول سيد امير محمود وويل کله چې دغه الوتکه له ملتان څخه ختيځ ښار لاهور ته وخوځېده، له ځمکی څخه د پورته کېدو لږ وخت وروسته وغورځېده.
د پاکستان د ټلويزيونی سټشن د خبر له مخې، د دغې پيښې پلټنه روانه ده.