<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-10 18:44:56    
له خپل فلج شوی زوی سره د يوې مور ژوره پاملرنه او مينه

cri

د چين د شينجيانګ پوهنتون د کامپيوتر په څانګه کښی يو معيوب محصل چې لی جيان نوميږی ، زده کړې کوی٠ له هغه سره د ده د مور مينې پر زياتو خلکو باندی قوی اغيزه کړی٠

لی جيانګ د چين د شينجيانګ سيمې د وروموچۍ په ښار کښی وزيږيده چې پلار يی د يوه ګدام اداره کوونکی او مور يې يوه ښوونکې وه٠ لی جيان د مهرو د فطری درز په ناروغۍ اخته دی او د اته کلنۍ په وخت کښی د طبی عمليات د ناکاميدو له امله فلج شو ٠ د لی جيان مور سون سين سو په ډيره غمجنه توګه خبريال ته وويل چې ٌ له روغتون څخه بيرته خپل کور ته له ستنيدو وروسته زما زوی په پر له پسی توګه له ما څخه پوښتنه وکړه چې مورې ، زما پښې څنګه دی ؟ ولی لاره نشم تللای؟ کله چې هغه د خپلو پښو پر فلجيدو خبر شو، په ژړا سره يې وويل : مورې ، زه غواړم چې وګرځم ٠ په هغه وخت کښی زما زړه ډير غمجن و ٠ ٌ

د دې لپاره چې لی جيان د عادی ماشومانو په شان زده کړی وکړای شی، ميرمن سون سين سو بيا بيا د ګاډۍ په وسيلې خپل زوی ښوونځيو ته بيوه، خو زياتو ښوونځيو هغه و نه مانه ٠ د خوښۍ وړ خبره دا وه چې د ميرمن سو سين سو قوی غوښتنې پر يو ښوونځی باندی اغيزه وکړه او د هغې زوی په دې ښوونځی کښی ومنل شو٠

خو مفلوج زده کوونکی لی جيان د قضای حاجت په وخت کښی هم د نورو زده کوونکيو مرستې ته اړتيا درلودله٠ هغه د زده کوونکيو د ستونزو د کمولو لپاره تر وسی پوری ځان کنترولاوه او تشناب ته کم ته ٠ څرنګه چې ادرار يې په اوږد وخت کښی نه راوته، نو د ده د دوو بډوډيو د پړسيدو له امله يې د ادرار کولو عادی توان هم له لاسه ورکړ ٠ وروسته له هغه لی جيان مجبورأ د يو نل په وسيلې له نس څخه ادرار باسی٠ ميرمن سون سين سو وويل چې ٌ ډاکټر زما د زوی پر نس باندی يو سوری وکړ او يو نل يې ورواچاوه چې د هغه په وسيلې ادرار راايستل کيږی٠ نو له دی امله می زوی هر وخت د ادرار د زيرمې لپاره يوه کڅوړه له ځان سره ګرځی او زه هر درې ورځې وروسته د ده لپاره د ادرارو ايستلو نل نوی کوم ٠ هر کله چه نل بدليږی، د درد له امله زما د زوی له سر څخه خولې توئيږی ٠ ٌ

وروسته له هغه لی جيان هره ورځ د خپلې مور په مرسته د لکړې په اتکأ د ګرځيدو تمرين کاوه او ميرمن سون سين سو پر وخت له خپل زوی سره له هغې کڅوړې څخه د ادرارو د ايستلو مرسته کوله٠

ميرمن سون سين سو د زوی د ټينګې ارادې د روزلو لپاره له هغه څخه غوښتنه وکړه چې پخپله د لکړې په اتکا ښوونځی ته ولاړ شی٠ د دوی کور له ښوونځی څخه لس کيلومتره واټن لری او د دغې لارې وهلو لپاره لی جيان ډير غمونه وزغمل او زياتې ستونزې يې ليرې کړې چې په نتيجه کښی هغه نه يوازی د لکړې په وسيله پخپله لاره وهلای شی ، بلکه پوړونو ته هم ختلای شی٠

په ښوونځی کښی لی جيان په کوښښ سره زده کړې وکړې او ډيرې وتلی نمرې يې ترلاسه کړې ٠ له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته هغه د کانکور په امتحان کښی بريالی شوی او په شينجيانګ پوهنتون کښی داخل شويدی ٠

پوهنتون ته د لومړی ځل داخليدو لپاره د لس زرو ژن مين بی يوانو په اندازه لګښت په کار و او دا د لی جيان د کور لپاره يو ډير مشکل کار و٠ خو محلی حکومت له هغه سره د پنځه زرو يوانو په اندازه مرسته وکړه٠ ميرمن سون سين سو په خوښۍ سره خبريال ته وويل چې ٌ زه او زما خاوند دواړه زمونږ د زوی روزلو توان نلرو ٠ مونږ د ټولنې له مهربانو شخصيتونو او دوستانو څخه مننه کوو٠ که د وروموچی د ملکی چارو د ادارې ، زمونږ د سيمو د اوسيدونکو د کميټې، د شينجيانګ د معيوبينو د ټولنې او نورو اوسيدونکو او دوستانو مرستې نه وای ، زما زوی په پوهنتون کښی نشو داخليدای٠ زه به هيڅکله دغه مهربانه دوستان هير نه کړم ٠ ٌ

اوس لی جيانګ د شينجيانګ پوهنتون د کمپيوتر د څانګې محصل دی.، په زده کړو کښی د ده ټينګ هوډ او سخت کوښښونه د پوهنتون پر ښوونکيو او محصلينو باندی اغيزه کوی ٠ خو په دغه وخت کښی د ده مور د وينو د لوړ فشار له امله په روغتون کښی بستری شوېده ٠ لی جيان خبريال ته وويل چې ٌ په يوه موده کښی زما د مور د وينو فشار ډير لوړ و ، کله چې دريدله ، سر يې ډير ګرځيد ، که پر کوم شی باندی يې اتکا نه وای کړی ، ګامونه يې نشول پورته کولای٠ خو هغې په روغتون کښی لا هم زما زده کړو ته انديښنه کوله او هرسهار په پټه توګه له روغتون څخه وتله او پوهنتون ته زما تلل يې څارل ٠ دغه راز هغه کله نا کله هم پوهنتون ته راتلله او ما ته يې د روغتيا د پياړوی کولو لپاره خوراکونه راليږل٠ ٌ

ميرمن سون سين سو د خپل وتلی زوی د يادولو په وخت کښی ډيره وياړمنه ده٠ هغې وويل چې زما د زياتو کلونو زحمتونه او ستړيا خپل ارزښت لری٠