<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-10 19:15:25    
د چاپيريال ساتلو او د انرژی سپمولو د غوښتنو سره سم توليدات ښه بازار لري

cri

ګرانو اوريدونکيو ، په وروستيو ورځو کې په بيجينګ کې د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتلو په اړه نندارتون کې خلکو د هغو توليداتو هر کلی وکړ چې چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي او انرژي سپموي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د دغو توليداتو په باب معلومات وړاندی کړو .

د تيرې مياشتې په منځنيو لسو ورځو کې په بيجينګ کې د دغو توليداتو د توليدولو د هڅونې او ملاتړ لپاره يو ننداتون پرانيستل شو چې پکې زيات شمير تصديو ګډون درلود او بيلا بيل توليدات او د تکنالوژۍ ډولونه پکی وښودل شول چې بريښنا ،اوبه او نفت سپموي .د بيجينګ د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتلو د خدمتی مرکز او د دغه نندارتون مسئول چن هوای وی وويل (اواز..............) په دغه نندارتون کې څه د پاسه ١٧٠ تصديو ګډون درلود او د نوی تکنالوژۍ او توليداتو زيات ډولونه پکی وښودل شول .چې انرژي او اوبه سپموي او چاپيريال هم ساتی .لويو تصديو دغه نندارتون ته نژدی پاملرنه وکړه او دټولنې بيلا بيلو خلکو يی د توليداتو هر کلی وکړ .

په چين کې انرژۍ په عمده توګه په صنايعو او ودانيو کې لګول کيږي او اوس دغه لګښت د انرژۍ د عمومی لګښت په سلو کې ٩٠ تته رسيږي .نو امکان لري چې لازياته انرژي وسپتمول شی .زمونږ خبريال په دغه نندارتون کې د بريښنا سپمولو سامان ألې وليدې چې دشانګهای د پودونګ د کانګ ننګ ډلې له خوا توليديږي .د دغې ډلې د عمومی مدير لی جی هونګ په أند دغه سامان ألی نه يوازی د بريښنا کارونې تجهيزات ساتې او کارولو وخت يی اوږدولی شی بلکه لازياته بريښنا

سپمولۍ شی .(اواز............) هغه وويل :اوس په نړۍ کې د دغو تجهيزاتو د بريښنا سپمولو توان د نورو هېوادونو له همدغه شان تجهيزاتو څخه مخکی دی .اوس دغه تجهيزات د چين د نفتو ډلې او د جی لين د کيمياوی صنعت ډلې په شمول په زياتو لويو چينايی تصديو کې کاريږي او ښې پايلې تر لاسه کوي .

لی جی هونګ وويل چې دغه تجهيزات ښه بازار لري او د شن يانګ د هوا چن ډلې په شمول لسو لويو تصديو زمونږ شرکت سپارښتنې ور کړي دي .هغه زياته کړه چې تر ٢٠١٠ کاله پوری به د دغو تجهيزاتو د پلورنې ارزښت ديرش مليارډه يوانو ته ورسيږي .

په چين کې په تيره بيا په شمالی برخې کې د اوبو سرچينه ډيره کمه ده .نو په دغه نندارتون کې برخه والو هغو توليداتو او تکنالوژۍ ته پاملرنه شوی چې اوبه سپمولی شی .

ويل کيږی امکان نه لري چې يوازی د يو ټن اوبو په کارولو سره دوه سوه کيلو ګرام سابه پاک شی او لازمه نه ده چې په يوه ورځ کې د دغو سبو د مينځلو په بهير کې اوبه زياتې شي .خو د بيجينګ د جينګ دون د تجهيزاتو د محدود شرکت له خوا د توليد شوی ماشين په کارولو سره دغه کار تر سره کېدی شی .

سږ کال دغه شرکت د سبو د مينځلو لپاره کوچنی ماشين توليد کړی او په دغه نندارتون کې يی ننداری ته وړاندی کړې چې د مشتريانو له خوا يې هر کلی وشو .ښاغلی لی فو لی وويل (اواز...........) په دغه نندارتون کې د دغه ماشين له کتلو وروسته زه غواړم چې دغه ماشين واخلم .زما په نظر دغه توليدات ښه دی چې اوبه او بريښنا سپموی او هم ارزان دی .

د ښاغلی لی جين دونګ په وينا څو هوټلونو په څو ورځنی نندارتون کې زمونږ شرکت ته د سبو مينځلو ماشينونو پيرلو سپارښتنې ور کړي دي .دغه راز په بيجينګ کې د څو هستوګنځيو اوسيدونکو زمونږ له شرکت څخه غوښتنه کړې چې د دغه ماشين ننداره وکړي او اوسيدونکو ته د دغه شان توليداتو معلومات ور کړي .دده په نظر دغه ماشين به ښه بازار ولري .

دهغو تصديو او هغو توليداتو د پرمختګ لپاره چې انرژي سپموي ،د بيجينګ ښاری حکومت وويل چې دغه تکنالوژۍ او توليدات به د اړوندو واکمنو ادارو له منلو وروسته د شيانو اخيستلو په حکومتی ليست کې شامل شی او په سترو پروژو کې به کارول شي .