<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-11 17:18:12    
په جرمني کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو په بهير کې زيات چينايان ليدل کيدل

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسو ته يو راپور وړاندې کوو چې سرليک يې دی په جرمني کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو په بهيرکي د چينيان زيات معلوميدل

په جرمني کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې پاي ته ورسيدې ، دغو لوبو چې نژدې يوه مياشت وخت يې ونيو په نړۍ کې د فوټبال بې شمير مينه وال ځانته راجلب کړي وو،که څه هم د چين سپورتي لوبغاړو په دغو لوبو کې نه و ګډون کړی ، خو په جرمني کې ﻻهم ګڼ شمير چينايان معلوميدل ،

د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې په هر څلورو کلونو کې ترسره کيږي ، دغې لوبې د نړيوال فوټبال د مينه والو لپاره يوه ستره غونډه او جشن ګڼل کيږي ، د چين د فوټبال د ټولنې مرستيال ښاغلي جانګ جي لونګ د جرمنې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو د تشکيلاتي کميټې د يوه غړي په توګه په فعاله توګه د دغو لوبو د تدارکاتو او تنظيم په کارونو کې برخه اخيستې ، پرته له لوړ پوړيو چارواکو څخه د لوبو لپاره د خدمت کولو د داوطلبانو په ليکو کې هم چينايان وليدل شول ، مثلا په خبري او خدمتي مرکزونو کې چينايي داوطلبانو په ګرمو احساساتو سره کاروکړ ، چيني زده کوونکي وانګ يو چې د جرمني د فرانکفورت د کودير په پوهنتون کې په زده کړو بوخت دی په وياړ سره د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو په بهير کې د يوه داوطلب په توګه کارکړی و ، هغه وويل د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې د داوطلبانو د ټاکلو معيار ډېر لوړ و ، يوازي د فرانکفورت په ښار کې څه دپاسه پنځه ديرش زره تنو کسانو په اړوندې څانګې کې خپل نومونه ثبت کړي وو ، زه په جرمني کې زده کړې کوم ، په الماني ، انګلسي او چيني ژبو خبرې کولای شم ، نو ځکه زه وياړمن وم چې د يوه داوطلب په حيث د دغو لوبو لپاره خدمت وکړم،

چينايانو نه يوازي د لوبو په تشکيلاتي کميټه او په خدمتي کارونو کې ګډون کړي وو ، بلکې ځيني چينايانو د نړيوالې اتلولۍد لوبو سره په تړاو په نورو فعاليتونو کې هم برخه اخيستې وه ، د بيلګې په توګه د چين ځوان مشهور پيانو غږونکي لانګ لانګ د روان کال د جون په مياشت کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو لپاره په جوړشوي کنسرت کې برخه درلوده او د پيانو ډېره ښه نغمه يې وغږوله ، چې نړيوالو د چين د دغه هنرمند له موسيقي څخه خوند واخيست ،

برسيره پر دې د فوټبال سره د چين څلور تنو کوچنيو مينه والوچې د چين له بيجينګ ، شانګهای ، ګوانګ جو او څونګ چينګ ښارونو څخه جرمني ته تللي هم نړيوالې اتلولۍ په سږنيو لوبو کې ګډون وکړ ٠ دوي د نړۍ د ٤٦ هېوادونو او سيمو څخه د راغلو يو زر څلورو سوو تنو کوچنيو مينه والواو د بيلابيلو هېوادونو د فوټبال د لوبغاړو سره ﻻس په ﻻس سپورتي ډګرونو ته ننووتل ٠

د فوټبال پرمختيا د فوټبال سره د مينه والو د ملاتړ او پلوي سره نژدې اړيکې لري که څه هم د چين سپورتي لوبډلې په جرمني کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې ګډون نه دی کړی ، خو د دغو لوبو سره د چينايي مينه والو ګرم احساسات هم کم نه شول ، د چين د اقتصاد د پرمختللو او د فردي عائداتو د زياتيدوسره سره د فوټبال ځينو مينه والو هيله درلوده چې د نړيوالې اتلولۍ لوبو د کتنې لپاره جرمني ته ولاړشي ، ﻻ د تيرکال په پاي کې د چين ځينو توريستي شرکتونو د فوټبال دلوبو د ليدنې لپاره يو لړ پروګرامونه وټاکل او په بيړه سره يې زيات شمير مينه وال راجلب

کړي وو ، د اټکل له مخې د فوټبال د لوبو د ليدنې لپاره جرمني ته د تللو چينايانو شمير له څلور زرو تنو څخه اوښتی دی ، ښاغلي ګوشياو دوي د خپلې ميرمن او زوي سره يو ځای جرمني ته تللي او د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ لوبې يې وليدلې ، هغه زمونږ خبريال ته وويل زما په نظر د فوتبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې د چينايانوګډون نه کميږي ، ځکه د چين په دننه کې د فوټبال مينه والوشمير ډېر دی ، د فوټبال نړيواله لوبه په هر څلورو کلونو کې يو ځل ترسره کيږي ، روان کال زمونږ لپاره يو ښه فرصت و ، نو زه د خپلې ميرمن او زوي سره يو ځای جرمني ته تللی وم ، زما په أند که په دغو لوبو کې د چين سپورتي لوبډله شامله وای نو ښايي چې جرمني ته د تللو چينايانو شميربه نور هم زيات وو ٠

په روان کال کې جرمني ته د تللو چينايانو شمير د تيرې نړيوالې لوبې په پرتله کم و خو چينايان د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ د لوبو د سپورتي ډګرونو په دننه او بهر کې ځانګړې منظرې جوړې کړې ، د چينايانو لخوا دغو جوړو شويو منظرو نه يوازي په جرمني کې د يادونې وړ خاطرې پري ايښې ، بلکې تر راتلونکو څلورو کلونو وروسته به په جنوبي افريقا کې د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې د چيني سپورتي لوبډلې د شامليدو لپاره د هڅولو رول هم ولوبوي ،د روان کال د فوټبال په نړيوالو لوبو کې د چينايانو د خاطرې د يادونې په ترڅ کې د فرانکفورت د سيالۍ سيمې چارواکي ښاغلي ماتياس کزيکويز وويل ما دلته زيات چينايان وليدل دوي د نورو هېوادونو د مينه والو سره يو ځای د لوبو څخه خوند اخلي ، زه هيله لرم چې د چين سپورتي لوبډله به په جنوبي افريقا کې د ٢٠١٠ کال د فوټبال د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې برخه واخلي ، ځکه چې د چين فوټبال او مينه وال يې د نړيوال فوټبال په صحنه کې يوه مهمه برخه جوړوي ٠