د اولمپيک ١٨ سپورتی لوبی د ١٩٦٤کال د اکتوبر له ١٠ نيټې نه تر ٢٤ نيټې پوری د جاپان په توکيو کی ترسره شوې او د ٩٣ هيوادونو او سيمو پنځه زره يو سل يو پنځوس تنه لوبغاړيو د ١٩ لويو لوبو په ١٦٣ سياليو کی ګډون وکړ . دغه لوبې په يوه أسيايی هيواد کی د اولمپيک لومړنی سپورتی لوبې وې او پکی له پخوانيو لوبو نه پرته د واليبال او جودو دوې لوبې هم شاملی شوې چی کوربه هيواد جاپان په دغو دوو لوبو کی ډير تکړه دي . د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ډير ښه برياليتوبونه ترلاسه شول چی په ٨٢ لوبو کی د اولمپيک نوی ريکارډونه ټينګ شول . د سروزرو مډالونو د شمير له مخی جاپان د لومړی ځل لپاره لومړنيو دريو ځايونو ته داخل شو .
* د سولی لپاره د مشعل لګولو مراسم
د توکيو داولمپيک د سپورتی لوبو سپيڅلی مشعل د ١٩٦٤ کال د اګيسټ په ٢١ نيټه د يونان په اولمپيا کی بل شو او د سپټمبر په مياشت کی د الوتکی له لارې د جاپان ( Kagoshima ) کاګوشيما ته يوړل شو ، ورپسی دوه لکو جاپانی ځوانانو د دغه مشعل د ليږدولو د ځغاستی په فعاليتونوکی برخه واخيسته . دغه سپيڅلی مشعل د جاپان د ( waseda ) واسيدا پوهنتون د يو ١٩ کلن زده کوونکی لخوا بل شو . دغه زده کوونکی د ١٩٤٥ کال د اګيسټ په ٦ نيټه يعنی پر هيروشيمی د اټومی بم د چاودنې په ورځ زيږيدلی . له دی
امله چی د اولمپيک مشعل د سولی نښه ده ، نو د دغه زده کوونکی لخوا د مشعل لګول هم د سولی غوښتلو هيله وه .
* غلاشوی سپيڅلی مشعل
د توکيو د اولمپيک د سپورتی لوبو له پای ته رسيدو مخکی د لوبغالی يو ساتونکی په پټ ډول مشعل خپل کور ته يووړ او په ١٩٨٤کال کی د لاسانجلس د اولمپيک د سپورتی لوبو تر ترسره کيدو پوری د نوموړی ساتوونکی دکورنی يو غړی د کوټو پاکولو په ترڅ کی د بی پروايی له امله هغه مړ کړی و . نو ويل کيږی چی په توکيو کی داولمپيک د سپورتی لوبو د سپيڅلی مشعل د بلولو او سوځولو مهال په تاريخ کی تر ټولو زيات او اوږد و .
*پوره او دقيق مقدماتی کار
د جاپان حکومت د اولمپيک د دغو سپورتی لوبو د بريالی ترسره کولو لپاره ډير عصری او پاخه سړکونه او نوی نړيوال هوايی ډګر جوړ کړل . دغه راز د توکيو په ټول ښار کی يی د اوبو رسولو سيستم نوی کړی ، ټول سيندونه او کانالونه يی بيا سم او تنظيم او د يوکوهاما او توکيو دوه نوی بندرونه يی هم رامنځ ته کړل . ويل کيږی چی کوربه هيواد د دغو لوبو لپاره ډيری ښی تياری نيولی وی ، خو دا چی جاپان د دری مليارده امريکايی ډالرو په بيه دغه مقدماتی کارونه ترسره کړل ، د اولمپيک د سپورتی لوبو پر کوربه وو هيوادونو باندی يی ډيره منفی اغيزه کړی ده چی لوکس تاسيسات او تجهيزات غواړی .
* د اولمپيک په اړه د واده لومړنی مراسم
د توکيو د اولمپيک سپورتی لوبې په ګرمه او مهربانه فضا کی ترسره شوې . د بلغاريا يوې ليری ټوپ وهونکی ښځينه لوبغاړې او د جمناستيک يو نارينه لوبغاړی د اولمپيک په کلی کی سره واده وکړ او مراسم يی د نړی د بيلا بيلوهيوادونو د ورزشکارانو د خوږو خبرو او نيکو هيلو په څرګندولو سره د دی کلی د نړيوالی سيمې په ميدان کی ترسره شول چی دا د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د اولمپيک په اړه د واده لومړنی مراسم ؤ .