د سين هوااژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې ائتلافی ځواکونو د جولای په ١١مه نېټه ويلی چې ائتلافی او حکومتی ځواکونو په همدې ورځ د افغانستان په جنوب په پوځی فعاليتونو کې څه نا څه دېرش تنه وسله وال طالبان وژلي دي .
په دغو فعاليتونو کې ائتلافی او افغان حکومتی ځواکونو د طالبانو د وسلو يوه زيرمه هم ويجاړه کړې ده.
په همدې وخت کې د امريکا د ملی دفاع وزير دونالد رومسفيلد د جولای په ١١مه نېټه کابل ته ورسيد . هغه به په افغانستان کې د زورزياتی او اخ وډب د پيښو د مخنيوی او په دغه هېواد کې د ناتو بلاک د رول په هکله له افغان چارواکو بحث وکړي .