د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د امريکا د ملی دفاع وزير دونالد رامسفيلد د جولای په يوولسمه نېټه په ناڅاپه توګه افغانستان ته سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره يې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې ، د کوکنارو د کرنې د ځپلو او د افغانستان د ديموکراسۍ په موضوعاتو باندی بحث وکړ٠
ورپسی په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کښی رامسفيلد وويل : د افغانستان د سولې د ساتلو په برخه کښی د امريکا دنده نده ناکامه شوې او د طالبانو وسله وال ځواکونه به له منځه يوړل شی ٠ هغه څرګنده کړه : د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د طالبانو فعاليتونو ته د ضربت رسولو په برخه کښی مثبت رول لوبولی دی ، خو له سرحدی کرښو څخه د تيريدو ترهګريز فعاليتونه لا هم روان دی ٠