<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-12 18:24:03    
په چين کې د روسيې ښوونکې کاچوشا

cri

د چين د شمال ختيځې خوا د هي لونګ جيانګ ولايت د حه ګانګ په ښار کې د ښوونکو د روزنې يو ښونځي شته ٠ په دي ښونځي کې د روسيې يو ځوانه ښوونکې چه کاچيوشا نوميږي ، د روسيې ژبي د ښونې دنده پر غاړه لري ٠ ښوونکې کاچيوشا د يو کال مخکې د روسيې د جنوب ختيځې خوا د بيروبيزان له ښار څخه د چين حه ګانګ ښار ته راغلې ده ٠ د يو کال راهيسي په چين کې د هغې له پاره ژوند نژدي عادي شوي دي ٠ هغې خبريال ته وويل چه د حه ګانګ له هوا څخه پرته په دي ښار کې خوراکونه له روسيې خوراکونو سره پوره يو شان نه دي ٠ خو دلته اوسيدونکي ډير مهربانه او تاوده احساسات لري ٠ هغې وويل زه له حه ګانګ سره ډيره مينه لرم ، دغه ښار ډير ښکلي دي ، زه ډيره خوشحاله يمه چه دلته راغلې يمه ٠ په دي ځاي کې خلک ډير ښه دي ، زه غواړم چه په دي ښار کې کار او ژوند وکړم ٠

کاچيوشا لا پخوا له چين سره زياته مينه درلوده ٠ شپږ کاله د مخه چه هغه اتلس کلنه وه ، د هغې د پلار يو چيني دوست د دوي کور ته ورغلي وو او د خبرو په ترڅ کې يي د چين د کلتور او تاريخ په باب زيات معلومات ور کړل ٠ له هغه وخته کاچيوشا ژر له چين سره زياته مينه درلوده ٠ وروسته کاچيوشا په کوشش سره له پلار سره يو ځاي د چيني ژبي په زده کولو پيل کړي دي ٠

که څه هم ښوونکې کاچيوشا په چين کې يوازي يو کال کار کړي ، مګر د هغې او زده کونکو ترمنځ اړيکې ډيرې نژدې او ښې دي ٠ زده کونکي ټول له دغې روسيې ښوونکې سره مينه لري ٠ زده کونکي ګوان يو وويل چه زمونږ ترمنځ هيڅ راز ځنډونه نه شته ٠ ښوونکې کاچيوشا زمونږ ترمنځ عادي خبرې کولي شي ٠ هغې تل د خپل پلرني کور او د خپل هيواد په باب زيات معلومات او دلچسپ کارونه مونږ ته وايي ٠ همداشان هغې هم زمونږ هر زده کونکي ته يو روسيې نوم هم راکړي دي ٠

د روسيې ژبې د ښوونې په کارونو کې ښوونکې کاچيوشا ډير فعال تدبيرونه غوره کړي دي ٠ مثلا په دوکان کې د شيانو د پيرودلو په باب د ژبې د زده کولو په وخت کې هغه زده کونکي سوپ مارکيټ ته بيايي او هر شي چه زده کونکو ته ښيي ، بيا يي په روسيې ژبي زده کوونکو ته ور زده کوي ٠ دغه ډول ښوونيزې بڼې د روسيې ژبې د زده کولو په هکله د زده کونکو زيات پام راجلب کړي دي ٠ ښوونکې کاچيوشا په فارغ وخت کې هم ډيره خوشحاله او فعاله ښکاري او له نورو چيني ښوونکو او کارکونکو سره ډيرې ښې اړيکې لري ٠ چيني کارکونکي ټول غواړي چه ور سره د چين د کلتور او دودونو په باب خبرې وکړي ٠ په دې ترڅ کې هغې د چين په باب زيات معلومات تر لاسه کړيدي ٠ مثلا هغه په دي پوه شوې چه ولې چينايان د پسرلني جشن په وخت کې هرومرو کبان خوري ، ځکه کبانو ته په چيني ژبه يوي وايي ٠ چه په چيني ژبه کې يوي د ذيرمې معني لري ٠ نو په دي جشن کې کبان خوړل په نوي کال کې د څښاک او خوراک د ذيرمې نښه ګڼل کيږي ٠ بل مثال هم داسي يادوي چه چينايان د زيږيدنې د ورځې د لمانځني په وخت کې بايد أش وخوري ٠ ځکه چه أش اوږد دي ، نو په چين کې د زيږيدنې د ورځې د لمانځنې په وخت کې د أش خوړل د عمر د اوږدوالي څرګندونه کوي ٠

د دغه ښونځې چيني ښونکې ميرمن جاو هاي يان خبريال ته وويل چه کاچيوشا زمونږ په څانګه کې له هر يو ښوونکي سره ډيرې ښې اړيکې لري ٠ له هغې سره د اړيکو پر مهال مونږ دا احساس نه لرو چه هغه يوه بهرنۍ ده ٠ مونږ ټول هغه خپله کشره خور ګڼو ٠ دکار په وخت کې ښوونکې کاچيوشا هم په ډير کوشش سره چيني ژبه زده کوي ٠ د يو کال د کوششونو له لارې اوس هغه له چينايانو سره د خبرو کولو پر وخت کومې ستونزې نه لري ٠ که څه هم د دوهم کال نه وروسته به هغې بيرته خپل هيواد ته ستنه شي ، خو هغه هيله لري چه په چين کې يي د کار وخت نور اوږد شي ٠ هغې وويل په چين کې کار کول زما په زړه کې د خوب يو ښکلي خيال دي ٠ زه چين خپل دوهم پلرني کور ګڼم ، که دلته زما کار موجود وي ، زه به په چين کې پاتې شم ٠