<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-12 19:13:44    
په استراليا کې چيني زده کوونکي ورځ په ورځ د پوخوالي لورې روانيږي

cri

اوس په چين کې مخ په زياتيدونکي پلرونه او ميندې هيلې لري چې خپل کوچنيان د لوړو زده کړو د ترسره کولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په تيره بيا پرمختللو هېوادونو ته واستوي ، زيات شمير هغه کوچنيان او زلميان چې د فکر او عملونو له نظره هم د پوخوالي پړاو ته نه دي رسيدلي د دغې موخې د سرته رسولو لپاره بهرنيو هېوادونه ته تللی ، له دوي څخه ځينو کسانو په زده کړو کې برياليتوبونه ترلاسه کړي او ځيني يې ناکام شوي دي ، خو ويل کيږي چې په بهرنيو هېوادونو کې د استوګنې په موده کې دوي ورځ په ورځ د پوخوالي پر لورې روانيږي ٠

شل کلنه نجلۍ ليانګ مين يي درې کاله مخکې په چين کې د منځني ښوونځي د زده کړو له پاي ته رسولو وروسته د زده کړو لپاره د استراليا سدني ښار ته ولاړه ، هغې وويل د منځني ښوونځي د زده کړو د پاي ته رسولو وروسته ما پريکړه وکړه چې د لوړو زده کړو لپاره بهرني هېواد ته ولاړه شم ، استراليا زما هدف دی ، کله چې استراليا ته راغلم ، ما ته يو ډول ازادي رامنځته شوه ، ځکه چې په چين کې د زده کړو فشار ډېر زيات دی ، خو دلته دغه فشار ډېر کم ښکاري ٠

د ليانګ مين يي په شان چينايي زده کوونکي چې په چين کې يوازي د منځنيو ښوونځيو درسونه يې لوستلي او استراليا ته راغلي څه پاندې څلويښتو زرو تنو ته رسيږي ٠ دوي داسي احساس لري چې په بهرني هېواد کې زده کړه ډېره ازاده ده چينايي زده کوونکي دن جي جي چې د چين د ګوانګ دونګ له ولايت څخه استراليا ته تللی وويل که چيرې د چين په دننه کې د منځنيو ښوونځيو درسونه ولولي او د لوړو زده کړو د سرته رسولو لپاره بهرني هېواد ته ولاړشي نو دا احساسوي چې په بهرني هېواد کې زده کړې ډېرې ازادې دي ، په دې ځای کې مونږ نه يوازي د پوهنې زيات معلومات بلکې د ازاد فکرلارې چارې هم ترلاسه کولای شو٠

په چين کې د زده کوونکو دنده زده کړه ده ، خو په سدني ښار کې زده کوو نکي نه يوازي له تدريسي موادو څخه پوهنه ترلاسه کوي بلکې د تدريسي موادو څخه بهرني زيات معلومات هم ترلاسه کولای شي ، چيني زده کوونکي وانګ لي بين وويل ما تر ټولو دا لويه ګټه ترلاسه کړې چې پوه شوی يم چې يو هلک بايد له کومې لارې په خپلواکه سره لوي شي ، په بهرني هېواد کې يوازي يم ، پلار او مور مې لا سره نشته ، هرکار بايد پخپله ترسره کړم ، داکار زمونږ د لويوالي او پوخوالي لپاره ډېر ګټوردی ٠

په استراليا کې د چينايي زده کوونکود زده کړو نمرې ډېرې لوړې دي ، په دې معنی د دغه هېواد په ټولو پوهنتونونو کې د زده کړو د ښو نمرو لرنکوکسانو په ليست کې د چينايي زده کوونکو نومونه ليدل کيږي ، نجلۍ ليانګ مين يي وويل که څه هم د زده کړولوړه نمره د ښه زده کوونکي يوازنې نښه نه ده ، خو زه هم د لوړو نمرو د ترلاسه کولو لپاره کوشش کوم او هېله لرم چې پلار او مورمې زما په وياړ خوشاله شي ٠

چيني هلک وانګ لي بين په ٢٠٠١ کال کې سدني ښار ته راغلی او په يوه منځني ښوونځي کې درس لولي ، په يو کال کې يې د پنځو پروګرامو له ازموينو څخه په دريو ازموينو کې لومړي ځای ونيوچې لامله يې شپږ زره استراليايي ډالره سکالرشيپ ترلاسه کړ، هغه وويل دا کار زما لپاره د يادونې وړ کار دی ٠

که څه هم په بهرنيو هېوادونو کې د چينايي زده کوونکو اوسني اقتصادي شرائط

نسبتأ ښه شوی دی ، خو ځيني زده کوونکي له يوې خوا زده کړه کوي او له بلې خوا نور کارونه هم ترسره کوي ، څو چې له دې لارې د خپلې زده کړو او ژوند لګښت زيات کړي ، د دوي په أند د کارونو له لارې ترلاسه شوي عائدات د وياړ وړ دی ، هر څوک بايد د خپل زيار له لاري لوړ او پوخ شي ، د درس لوستلو په بهير کې کارکول په دې برخه کې يوه ښه لاره ده ، برسيره پر دې له دې لارې نه يوازي د پلار او مور اقتصادي بار سپکوي بلکې نور ﻻ زيات ملګري هم ترلاسه کولای شي ٠

په بهرنيو هېوادونو کې زيات شمير زده کوونکي به له دا ډول چلينج سره مخامخ وي چې د خپل ژوند راتلونکي پلان جوړکړي ، داکار بايد پخپله ترسره کړي ، نجلۍ ليانګ مين يي وويل په سدني ښار کې د زده کړو بهير زما په ټول ژوند کې يوه ډېره قيمتي شتمني ده ٠