<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-12 20:16:47    
معقول غذايي نظام او د لويو کولمو د سرطان مخنيوی

cri

د لويې کولمې سرطان ډير خطرناکه ناروغی ده او د رامنځته کيدو اندازه يي د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کې بيله ده چه د امريکا د وچې په شمالي سيمه ، اوقيانوس او اروپا کې ډير پيدا کيږي او په اسيا او افريقا کې کم ليدل کيږي . له وروستيو شلو کلونو راهيسې دغه ناروغۍ په زياترو هيوادونو کې خپره شوې. د تازه څيړنو د پايلو له مخې دغه سرطان د ژوند د ښه والي او د غذايي نظام او عادت سره نژدي تړاو لری او که په ساده توګه ووايو نو دغه سرطان د خوړو له لارې پيدا کيږي . پوښتنه دا ده چه کوم خواړه ددغه سرطان د پيدايښت لامل ګرزی او د دغه سرطان د مخنيوي لپاره کوم غذايي نظام معقول دی ؟

ښاغلي يې شيون چيون دوه شپيته کلن دی او د لويو کولمو په سرطان اخته شوی ، دده په اند ددغې ناروغۍ د پيدايښت لامل نامعقول غذايي نظام دی. هغه وويل زه کم سبزي خورم او په هانکانګ کې می د څلورو کلونو د کار په موده کې ډير امريکايي خواړه خوړلي دي او پدې أندوم چه دا خواړه ډير خوندور دي . دغه راز له پنير او غوړيو سره می هم مينه درلوده . ګرانو اوريدونکو ، ښايي چه تاسی داسي وايئ د ښاغلي يي غذايي عادت له زيات شمير چينايي ځوانانو سره يو شان دی مثلا له فوري غذا سره مينه لری . د تازه څيړنې سره سم دغه ډول خوړه د لويې کولمې په سرطان له اخته کيدو سره نژدي تړاو لری . د کارپوهانو په اند د امريکايي وچې په شمالي سيمه او اروپا کې ډير کسان په دغه سرطان اخته دي ، علت يي دا دی چه دوي هغه خواړه خوري چه الياف يا ريښې نه لری او ښه چمتو شويدي .

ځکه چه ښه چمتو شوي خواړه ډير غوړي لری او الياف يي کم وی . د بيجينګ د

شي يون روغتون د طاعون څانګې ډاکترې يان يو في وويل په دغو غوړيو کې د سرطان د پيدايښت توکی شته ، سربيره پردې بدن ته د زياتو غوړيو د ننوتلو وروسته د صفرا زياتې مالګې ترشح کيږي او په کولمو کې د مکروبونو له لارې د سرطان پيداکيدونکي توکی رامنځته کيږي .

د څيړنې له مخې د کولمو په سرطان د هغو کسانو د اخته کيدوميزان چه هره ورځ نيم کيلو د غوايي غوښه خورې ، د هغو کسانو په پرتله چه کله نا کله غوښه خوري ، په سلو کې له ديرشو نه تر څلويښتو پوری زيات دی ، نو کارپوهان دا وړانديز کوي چه يو کس هره ورځ يوازي درې سوه ګرامه غوښه وخوري ، دغه راز بايد د مرغانو غوښه او کبان وخوري ځکه د مرغانو او کبانو په غوښو کې نه حليدونکي غوړي کم دي .

په ښوچمتو شويو خوړو کې سلولوز د چمتو کيدو په بهير کې له منځه ځي چه سلولوز کټ مټ د سرطان د سلولونو د ودې د مخنيوي اغيزمن توکی دی . ډاکترې يان وويل

په زياتو سلولوزو لرونکو خوړو کې زيات ډولونه ويتامينونه شته او ويتامين د سرطان د سلولونو د ودې د مخنيوي رول لوبوي . دغه راز سلولوز د لويې کولمې د ښه حرکت لامل دی چه په لويه کولمه کې د زهرلرونکو توکو د پاتي کيدو وخت لنډ شي چه په پايله کې يي په لويه کولمه کې د سرطان د پيدايښت شونتيا هم کميږي

ايا په کومو خوړو کې زيات الياف شته ؟ مونږ بايد هره ورځ څومره داسي خواړه

وخورو؟ د کارپوهانو په اند هر تن هره ورځ بايدشل يا ديرش ګرامه خوراکي الياف وخوري ، نو بايد ښې چمتو شوي وريجې او اوړه کم وخورو او تصفيه نه کيدونکی وريجې ، جوار ، ږدن ، اوربشي ، ګازرې ، لوبيا ، ميوې او سبزي وخورو .

په غوړيو کې سره شوي خوړه هم د لويې کولمې د سرطان د پيدايښت لامل دی . د بيجينګ د شي يون روغتون ډاکتر وو وويل زيات کسان په غوړيو کې له سرو شويو خوړو سره مينه لری ، خو په حقيقت کې دا بد غذايي عادت دی . غوړي چه يو سلو شپيتو درجو ته رسيږي ، د سرطان د پيدايښت توکی لکه بينزوفرين پکې ترشح کيداي شي . له دې نه پرته هم بايد زيات مالګين او کنسرو شوي خواړه و نه خورو . خبره خو دا ده چه مونږ بايد له دغو خوړو څخه و نه ويريږو او يوازي کم يي وخورو ځکه د سرطان د پيدايښت بهير ډير اوږد دی .