<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-13 17:39:30    
د شانګهای د تاويزم يو معبد په شاو خوا کې ځانګړی خوراکونه او ښکلی منظره

cri

د چين د شانګهای ښار په مرکزی سيمه کې د چن هوانګ مياو معبد شته چې په شاو خوا کې يې ښکلی باغ او تنګې لارې کوڅې پرتې دي ، زيات شمېر رستورانتونه او کوچنۍ کوچنۍ مغازې په قطار ولاړې دي . چين ته د سفر په دې کړۍ کې به تاسو ته د دې معبد په شاوخوا کې د ځانګړو خوراکونو او ښکليو منظرو په هکله څه معلومات درکړو .

دغه معبد په پنځلسمه پيړۍ کې جوړ شوی او په چيني ژبه چن هوانګ مياو يعنی د ښاري خداي معبد دی ځکه چې پکې د ښاري خداي مجسمه ايښودل شويده . خو نن ورځ کله چه د چن هوانګ مياو نوم ياد شي ، د لرغوني معبد نه پرته د دغه معبد په شاوخوا کې ځانګړې مغازې او خوندورې کلچې تر سترګو کيږي ځکه چې له سلګونو کلونو راهيسې د دغه معبد په شاو خوا کې سوداګريزو چارو ډير پرمختګ کړی او د دغې سيمې په رستورانتونو کې ځانګړی خوراکونه زيات شمير بهرني او کورني سيلانيان راجلبوي . د شلګونو مترو په اوږدوالی د يوې لارې په دواړو خواوو کې زيات شمېر لوي يا کوچني رستورانتونه يو د بل تر څنګ پراته دي او په کې د شانګهای هر ډول ځانګړي کلچې او دوديز خوراکونه خوړل کيږي ، په تيره بيا د نان شيانګ په نامه رستورانت ډير مشهور دی چې د مانتو نومي خوراک يې زښت ډير خوند لری ، حتی د بريتانيا ملکې دوهمې ايلزابتي هم چين ته د سفر په ترڅ کې په دغه راستورنت کې مانتو وخوړل . له کاناډا څخه راغلی اوسيدونکی ستيف اومره د دغه رستورانت دايمی مشتری دی ، هغه خبريال ته وويل يو ځل مې د يو

ساعت انتظار څخه وروسته مانتو اخيستی دی ، هغه وويل د دومره زيات وخت د انتظار لامل دا دی چې دغه خوراک په شانګهاي کي ډيرمشهور او خوندور او مشتريان يي هم ډير دي ، زما په نظر د يو ساعت انتظار وړ دی ، نو کله نا کله دلته راځم او مانتو خورم .

اوس په شانګهای کې زيات دوديز خوراکونه يوازی د چنګ هوانګ مياو معبد په شاوخوا رستورانتونو کې خوړل کيږي . د شانګهای ښاريانو لپاره دغه دوديز خوراکونه نه يوازی خوندور خواړه دی ، بلکی د دغو مزه دارو خوراکونو د خوړلو موخه د پخوا زمانې يادول هم دي . ځوان لينګ مين په شانګهاي کې زيږيدلی ، هغه خبريال ته وويل د چنګ هوانګ مياو سيل کوم او دوديز خواړه خورم لکه چه بيرته پخواني زمانې ته تللی يم ، نن ورځ که څه هم د شانګهاي په دغه معاصر لوي ښار کې جګې جګې ودانۍ او لويې مغازې پرتې دي او هر شي اخيستی شي ، خو د شانګهاي دوديز خواړه د ښار په لويو رستورانتونو کې نه ليدل کيږي او يوازي په چنګ هوانګ مياو کې له دغو خوراکونو څخه خوند اخيستل کيږي .

په چنګ هوانګ مياو کې لارې کوڅې تنګې او کږليچې دي . د چنګ هوانګ مياو سيل کول شانګهاي ته د هر سفر کوونکي حتمی پروګرام دی .

هر وخت د چنګ هوانګ مياو په هر ځاې کې ډيره ګڼه ګونه وی ، د دريو مترو په پلنوالي د تنګولارو په دواړو خواوو کې کوچنۍ کوچنۍ مغازې پرتې دي او د مغازو په وړاندي د اعلانونو بيرغونه را ځوړند دي او ورباندي د چاي ، ږمنځ يا پکه لويې

کلمې ليکل شوي وې . د يادونې وړ خبره دا ده چه د مغازو په څنګ کې يو لرغونی باغ هم شته چې يو يون نوميږي ، دغه باغ څلور زره کاله دمخه يو چارواکی د خپل پلار لپاره جوړکړی دی چه اوس يو عمومي باغ دی او د سيلانيانو لپاره پرانستل شويدی .

د يو يون باغ دوه هکتارو پراخوالی لری او په کې شل ودانی شته چه ساختماني شکلونه يي بيل دي ، په باغ کې جګې جګې شنې ونې ولاړي دي او د څوارلسو مترو په لوړوالي يوه مصنوعي غونډۍ هم شته چه د څو زرو ټنو په وزن د ژيړو ډبرو لخواجوړه شوی او دغه ډول ډبرې يوازي د جنوبي چين د تاي هو په جهيل کې پيدا کيږي .

په دغه لرغونی باغ کې هره ونه او ودانی خپلې کيسې لری . په باغ کې د سيل کولو په وخت کې کيداي شي چه هر وخت په يو مناسب ځای کينی او له ښکليو منظرو څخه خوند واخلئ. په باغ کې تر ټولو د خوښۍ وړ کار دا دی چې د جهيل په غاړه کې طلايي کبانو ته خوراک ورکړي