ګرانو اوريدونکيو ، له پاکستان څخه يو اوريدونکی احمد الدين ( فريادی ) په خپل ليک کی ليکی چی چين زمونږ افغانانو خوښ او ګاونډی هيواد دی ، په دغه هيواد کی څو په سلوکی مسلمانان ژوند کوی ؟ د پروګرام په دی کړۍ کی به تاسو ته د چين د مسلمانانو او اسلام دين په اړه څه معلومات وړاندی کړو .
د اسلام دين په ٧ مه ميلاد پيړۍ کی په عربی ټاپووزمه کی رامنځ ته شو او يو سپيڅلی مذهب ګڼل کيږی . نن سبا په ټوله نړۍ کی څه نا څه يو مليارد او دوه سوه مليونه تنه مسلمانان او نژدی ٦٠ اسلامی هيوادونه شته چی په ځينو هيوادونو کی اسلامی دين د ملی مذهب په توګه ټاکل شوی دی .
د تاريخی معلوماتو له مخی ، د تانګ سلسلی په دوره يعنی په ٦٥١عيسوی کال کی اسلامی دين د چين په مرکزی سيمو کی په خپريدو پيل کړی ، وروسته زيات شمير عربی او فارسی سوداګران ، پادريان او استازی يی د وريښمو له مځکنيو او سمندری لارو چين ته راغلی چی زياتره برخه يی ، په تيره بيا سوداګران په ګوانګ جو .چيوان جو ، يانګ جو ، څانګ أن ، کای فنګ او داسی نورو ښارونو کی پاتی شول او د چين لومړنی ډلی مسلمانان وګرځيدل .
په چين کی د اسلامی دين په خپريدو سره نه يوازی د قومونو په ډله کی د خوی ، دونګ شيانګ ، باو أن او سالار په شمول نوی غړي زيات شوی ، بلکی
اسلامی فرهنګ هم چين ته پراخ او په چين کی د اسلام دين په اړه د بيلا بيلو قومونو پر کلتور باندی ژوره اغيزه کړی ده .
* په ١٩٤٩کال کی د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته دقومونو په
هکله له علمی پلټنې او پيژندنې وروسته څرګنده شوی چی په چين کی د خوی ، ويغور ، قزاق ، دونګ شيانګ ، قيرغيز ، سالار، تاجک ، ازبک ، باو أن او تاتار په ګډون لس ملی اقليتونه د اسلام پر دين باندی باور لری چی شمير يی له شل مليونو تنو څخه اوښتی دی .
اوس به اوريدونکيو دوستانو ته د ١٩٩٠ کال د يوې شميرنې سره سم د دغو لسو قومونو د نفوسو په باب څه معلومات وړاندی کړو .
د خوی قوم ٨٦٠٢٩٨٠ تنه وګړی لری او په عمده توګه د چين د شمال لويديځ دنينګ شيا د خوی قوم په خپلواکه سيمه او د ګان سو په ولايت کی ژوند کوی ، د شينجيانګ ، خه نان ، چينګ های او وين نان په سيمو کی د خوی قوم د اوسيدونکيو شمير په جلا جلا توګه له ٥ لکو تنو څخه اوښتی دی ، دغه راز د شان دونګ ، خه بۍ ، أن خوی ، لياو نينګ او شيان سی په شمول ولايتونو کی مسلمانان هم شته . د بيلګې په توګه يوازی په پلازمينه بيجينګ کی د خوی قوم اوسيدونکی ٢٢٠ زرو تنو ته رسيدلی دي .
د خوی قوم اوسيدونکی چی په کليو کی ژوند کوی ، له کرنې نه پرته هم د سوداګرۍ او لاسی صنايعو په چارو هم بوخت دي . په ښارونو او ښارګوټيو کی دوی د خوړو ، جواهراتو او دڅرمنی او وړينو جامو په شمول د پرچون پلورلو په چارو لګيا دي .
ويغور د ويغوری قوم عمومی نوم دی او د يووالی او اتحاد معنی لری . دغه قوم ٧٢١٤٤٣٠ تنه وګړی لری او زياتره برخه يی په شينجيانګ ، په تيره بيا ددی سيمې په جنوبی برخه کی اوسيږی . دغه راز د هونان ولايت د تاو يوان او څانګ ده په ولسواليو او د خه نان ولايت د شنګ چه په ولسوالی او مرکز جنګ
جو ښار کی هم لږ شمير ويغوريان ژوند کوی .
د قزاق قوم ١١١١٧٢٠ وګړی لری چی د شينجيانګ له شمالی برخی څخه پرته ، د ګان سو ولايت د اکشی په ولسوالی او د چينګهای ولايت د مغولی او تبتی قومونو په خپلواکه لوی ولسوالی کی هم لږ شمير قزاقيان ژوند کوی .
د دونګ شيانګ قوم زياتره وګړی له منځنی اسيا څخه راغلی دخوی قوم خلک او د اسلامی دين په اعتقاد مغوليان دي چی شمير يی ٣٧٣٨٧٠ تنو ته رسيدلی دی . دوی په عمده توګه د ګان سو ولايت د لين شيا د خوی قوم لوی ولسوالی د دونګ شيانګ په خپلواکه ولسوالی کی اوسيږی . سربيره پردی لږ شمير يی د شينجيانګ د خوی قوم د اوسيدو په ځينو سيمو کی له نورو قومونو سره ګډ ژوند کوی .
د قيرغيز قوم ١٤١٥٥٠ تنه وګړی لری چی زياتره يی د شينجيانګ د قزلسوقيرغيز په خپلواکه لويه ولسوالی کی ژوند کوی ، دغه راز د اوروموچی او کاشغر په شمول په يو شمير ښارونو کی هم قيرغيزی اوسيدونکی شته .
د سالار قوم خلک د چينګهای ولايت د شيون هوا د سالار له خپلواکې ولسوالی څخه نيولی بيا ، د دغه ولايت د هوا لونګ د خوی قوم په ولسوالی ، د ګان سو او شينجيانګ په ځينو سيمو کی هم ژوند کوی چی ټول شمير يی ٨٧٧٠٠ تنه دي .
د تاجک قوم ٣٣٥٤٠ تنه وګړی لری او په عمده توګه د شينجيانګ د تاشقورغان د تاجک په خپلواکه ولسوالی کی اوسيږی او ددوی ژبه د تاجکستان جمهوريت له ملی ژبی سره ډير توپير لری .
ازبکی قوم ١٤٥٠٠ تنه اوسيدونکی لری چی زياتره برخه له ازبکستان څخه
د راغلو ازبک سوداګرانو اولادونه دي او د شينجيانګ په کاشغر ، ايلی ، ياکن ، هوتن او داسی نورو سيمو کی ژوند کوی ، دغه راز د چانګ جې د خوی قوم د خپلواکې لوی ولسوالی د چی تای په ولسوالی کی د ازبکيانو يوه علاقداری هم شته .
د باو أن قوم ١٢٢١٠ تنه وګړی لری او په عمده توګه د ګان سو په ولايت کی اوسيږی او لږ شمير يی د لين شيا د خوی قوم په سيمه او د چينګهای په ولايت کی ژوندکوی .
د تاتار قوم ګڼ شمير وګړی د ١٩ پيړۍ په وروستيو کلونو او د شلمی پيړۍ په سر کی د تزارتر واکمنۍ لاندی د تاتار له سيمې څخه راليږدول شوی او د شينجيانګ په ايلی ، تارباغاتاي ، اوروموچی په ښارونو او شاوخواسيمو کی ژوند کوی .