
له لرغونو زمانو راهيسی د يانګ ځه سيند د دريو تنګيو سيمه يو مشهور منظره لرونکی ځای بلل کيږی. اوس سيلانيان د دريو تنګيو په سيمه کی نهيوازی ښکلی طبيعی منظرې او په نړۍ کی د اوبو د کنترول تر ټولو لوی بند ليدلی شی، بلکی د دريو تنګيو ځانګړی لرغونی ودانی هم ليدلی شی. داسی ودانۍ د فنګ هوانګ غره په لمن پرتې دی چې څه وخت دمخه په رسمی توګه د سيلانيانو پرمخ پرانيستل شوی او د هو بی په ولايت کی د يانګ ځه سيند د لرغونو اثارو د ساتنې يوه برخه بلل کيږی.
داسی لرغونۍ ودانۍ چې په راتلونکی کی به د لوی بند د جوړولو له امله تر اوبو لاندی شی، له لوی بند څخه يوازی يو کيلو مترواټن لری . داسی ځمکنی اثار د دغې سيمی د لرغوني ساختماني شکل څرګندونه کوی او ډېر هنری ارزښت لری. دهو بی ولايت د لرغونو اثارو ادارې مشر ښاغلی جو جيان هوا وويل ------- ( اواز١ )
زمونږ د ځمکنيو تاريخی اثارو د انتقال يو لوی پروګرام شته چه د فنګ هوانګ غره په لمن د لرغونو ودانيو انتقال دی. له دې امله چې دغه ودانۍ به د لوی بند د جوړولو نه وروسته تر اوبو لاندی شی، نو مونږ په بل ځای کی د داسی ساختمانونو ساتنه کوو.
د معلوماتو له مخی، د فنګ هوانګ غره بل ځای ته د نقل شويو ودانيو شمېر او اندازه د دريو تنګيو په سميه کی لومړی ځای نيسی او د چين د بيا ترميم شويو ځمکنيو لرغونو اثارو د موزيم په توګه بلل کيږی. داسی د دغو ودانيو ترميم د چين د نوموړو اثارو د ساتلو په پروګرام کی شامل شوی دی.
د چين د يانګ ځه سيند د دريو تنګيو د اوبو د کنترول پروژه اوس په نړۍ کی تر ټولو لويه پروژه او دغه راز د دريو تنګيو د لرغونو اثارو ساتنه هم په نړۍ کی تر ټولو لويه پروژه ده. په دغه پروژه کی يو پر دريمه برخه په هو بی ولايت کی ده.
د يانګ ځه سيند د دريو تنګيو د اوبو د کنترول پروژه په ١٩٩٤ کال کی په رسمی توګه پيل شوی چی له وړاندی يعنی په ١٩٩٢ کال کی د اوبو د دغه بند په چوکاټ کی د تاريخی اثارو عمومی تحقيقات پيل شوی و. له دې وروسته چين د دريو تنګيو د لرغونو اثارو د ساتنی پلان جوړ کړ او د نوموړو اثارو د څېړنې
څه نا څه سلو لرغون پېژندونکو سازمانونو په دغه کار کی ګډون وکړ. د هو بی ولايت د تاريخی اثارو ادارې مشر شن های نينګ وويل--------------( اواز٢ )
څرنګه چې د دريو تنګيو د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره بشپړ پلان، پوره پانګی او وخت موجود وو، نو زما په نظر د دغې سيمی د تاريخی اثارو ساتنه په نړۍ کی د لويو پروژو د جوړولو په ساحه کی يوه ښه بيلګه ده.
اوس د دريو تنګيو د لرغونو اثارو د څېړنې او کيندنې کار وروستی پړاو ته رسيدلی او د تنظيم او څارنې کار يی روان دی. د بېلګی په توګه د هو بی په ولايت کی څه نا څه پنځوس پوهنتونونه او لرغون پېژندونکی ارګانونه په ګډه د
کشف شويو لرغونی اثارو په تنظيم او څارنې بوخت دی او ښه برياليتوب يی تر لاسه کړی دی.
ښاغلی شن های نينګ دا هم وويل ------ (اواز٣)
زما په نظر د کشف شويو تاريخی اثارو د علمی ثبتولو او څارنې په ساحه کی زمونږ کار د بهرنيانو په پرتله توپير نه لری. د امريکا، جاپان ، کوريا جمهوريت، کانادا او د لويديځې اروپا د يو شمېر هېوادونو له پوهانو سره مو په دې اړه تبادله کړی او دوی زمونږ د کار لوړه ستاينه کړې ده.
هغه زياته کړه د دغو اثارو د ساتنی په ترڅ کی د خواشينۍ خبره هم شته. د بېلګی په توګه د تخنيک د لږوالي له امله ډېر ارزښتناک اثار په دايمی توګه تر اوبو لاندی شوي دي.