<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-15 18:41:50    
د ښارونو د شاو خوا سيمو بزګران د سيلانۍ له لارې شتمن شوی دي .

cri

په تېرو څو کلونو کې په چين کې د لګښتونو په اړه د خلکو نظريه بدله شوې ده . د لويو اخترونو په مودو کې چه د چينايانو په وينا د طلايی اونۍ په نامه ياديږي ، ډېر ښاريان د سيلانۍ مشهورو ځايونو ته نه ځی او د جشن د تيرولو لپاره خپلو کورنيو له غړيو سره شاوخواوو کليو ته ځي . کليو ته د ګڼ شمير ښاريانو د سفر له امله بزګرانو ته د ګټې رسولو نوې لارې چارې پرانستل شويدي .

د جي نان اوسيدونکی لي تاو وويل : په طلايي اونۍ کی نه يوازی د سيلانۍ په مشهورو ځايونو کې د سيلانيانو ګڼه ګوڼه وی او زياتې پيسې لګوی ، بلکې په ښه توګه استراحت هم نشي کولی . نو ډېر ښاريان غواړی په شاو خواو سيمو کې ارامو کليو ته لاړ شې او د خپلو کورنيو له غړيو سره يو ځای وخت تېرکړي . يو شمېر پوهانو ويلي : اوس استراحت او سا تيری د خلکو د ژوند يوه مهمه برخه ګرځيدلی ده ، نو کليی او بزګران بايد له دغه سوداګريز فرصت څخه ښه استفاده وکړی .

اوس په چين کې کلی د خلکو د استراحت او ساتيری يو مهم مقصد دې او په ٢٠٠٦ کال کې د چين د سيلانۍ ادارې د چين د کليو سيلانۍ د هېواد د سيلانۍ د مضمون په توګه وټاکاله چې شعار يی دی ٌ نوی کلی ، نوی سيلانی ،نوی پيژندنه او نوی دود ٌ . له دغو فعاليتونو څخه ښکاريږی چې اوس په چين کې د سيلانۍ مهم ځايونه ګام په ګام له ښارونو څخه کليو ته انتقال کېږی .

په حقيقت کې په نورو هېوادونو کې د کليو سيلانۍ ښه پرمختګ کړی او د سيلانی په ساحه کې مهم رول لوبوی . په کليو کې رخصتی تېرول په اروپا او امريکا

کې څه دپاسه سل کلن تاريخ لری . د چين د شان دونګ ولايت د کرنی عملی اکاډمۍ د اقتصادی څانګې مشر چين چينګ وو وويل : د کليو سيلانی د کليو ، کرنې او برګرانو په اړوند د مسئلو د حل و فصل ، د بزګرانو د عايداتو د زياتولو او خدمتی چارو ته د کليو د اضافی انسمانی ځواکونو د انتقالولو لپاره مثبت اهميت لری .

اوس په کليو کې د سيلانۍ ډول ډېر ساده دی . يوازی په کليو کې د بېلا بېلو مېوو او د ځايې خوراکونو خوړی چمتو کول دی چې نور ډولونه نه لری . نو له دې امله د بزګرانو عايدات ډېر نه دی .

د جي نان اوسيدونکی لي تاو خبريال ته وويل : دی غواړی د ښار په شاوخوا سيمه کې چې په زړه پوری طبعيی منظری لری رخصتی تېره کړی ، خو اړوند اطلاعات نه شي تر لاسه کولای .

يو شمېر پوهانو د کليو سيلانۍ له ادارې څخه غوښتنه کړې چې په کليو کې د سيلانۍ تاسيسات پياوړی او ښه خدمت وړاندی کړي . چين چينګ وو وويل : د کليو سيلانی يو سيستمانيک پروګرام دی او د کليو له ابادۍ ، د کلتور له ساتلو او د ځانګړی اقتصاد له پرمختګ سره اړيکی لری. نو د سيلانۍ اړوندې څانګې ، تصدي ، ارګانونه او کلی بايد په مالی برخه کې د بزګرانو ملاتړ او د دغه پروګرام د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي .

د شن دونګ پوهنتون پوه وانګ ده ګانګ وويل : چين په هغو کليو کی چې دوديزې ځانګړتيا وې يی ساتلی اقتصاد ښه پرمختګ نه دی کړی. نو له دی امله يی حکومت بايد ملاتړ وکړي .نه يوازی دا چې پخوانی ځانګړتيا وساتی ، بلکی د سيلانۍ نوی ډولونه هم رامنځ ته کړي.

د کليو د دوديز کلتور او ځانګړی ساتل د سيلانی يوه مهمه برخه ده . هغه دوديز کلتور چې له پخوانيو ودانيو او نورو دودوو څخه عبارت دی د کليو د سيلانۍ سرچينه ده . مونږ بايد د کليو سيلانی د پرمختګ تر څنګ د دغه دوديز کلتور ساتلو ته پاملرنه وکړو.