<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-16 17:56:12    
د شن شياو څن له خوا ويل شوی بهرنی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې شن شياو څن له خوا ويل شوی يو لړ بهرنی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د ښکلی ځوانی په نامه د پخوانی لويديځ المان د يوه فلم سندره واورو چی نوم يی دی دوه کوچنی ستوري٠

( سندره ١)

مېرمن شن شياو څن په ١٩٥٧ کال کی د چين په شانګهای ښار کی زيږېدلی ، د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو ويلو او نڅا سره ډېره مينه درلوده٠ له منځنی ښوونځی څخه له فراغت وروسته د ودانۍ يوه کارګره وګرځيد٠ خو شن شياو څن د موسيقی پر زده کړی ټينګار وکړ او د چين د موسيقی له مشهور پروفيسر لياو يی مينګ څخه يی د ايتاليی د سندرو ويلو تخنيک زده کړه وکړه ٠ په ١٩٧٨ کال کی شن شياو څن د شانګهای د بالټ نڅا په هنری ډله کی ګډون وکړ ، په ١٩٨٠ کال کی هغه د يوی سندری له لاری مشهوره شوه چی نوم يی دی د سپينی بڼکی په واسطه مينی څرګندوی٠ اوس به مونږ په ګډه د لالهاند په نامه د هند په فلم کی يوه خوندوره سندره واورو٠

( سندره ٢ )

په ١٩٨٢ کال کی شن شياو څن ګوانګ جو ته خپل لومړنی البوم جوړ کړ او څه

نا څه ٢ مليونه کسټونه يی وپلورل شول٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د جاپان په فلم کی يوه مشهوره سندره واورو چی نوم يی دی مننه٠

( سندره ٣)

ګرانو اوريدونکو، د دغی خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!