<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-16 18:05:12    
په ځمکه کې د ژويو او نباتاتو څومره ډولونه شته ؟

cri

کارپوهانو په ځمکه کې د ژويو او نباتاتو يو مليون او اوه لکه ډولونه نومولي دي . خو په حقيقت کې په ځمکه کې دغه ډولونه له يو مليون او اوه لکو څخه زيات دی . د تيرې پيړۍ د شپږمې لسيزې په منځ کې کارپوهانو باور درلود چی په ځمکه کې د ژويو او نباتاتو نژدي دري لکه ډولونه شته ، خو اوس ددوي په نظر دغه ډولونه له پنځو مليونو څخه زيات دي ، نور کارپوهان دا نظر لری چه دغه ډولونه زرو مليونو ته رسيږي . په دې وروستيو کلونو کې کارپوهانو د حشراتو د څيړنې په بهير کې زيات شمير نوي ډولونه موندلي دي ، نو د ځينو کارپوهانو په اند په ځمکه کې له ديرش مليون ډولونو څخه زيات ژوي او نباتات شته دي .

دا خبره نشی رد کيږی چه په ځمکه کې زيات ډولونه ژوي او نباتات نه پيدا کيږي . د بېلګې په توګه د افريقا په جنوبي سيمو کې له دريو زرو څخه تر څلورو زرو پوری ډولونه تارکشی ياغڼی نومول شويدي ، خو دغه شمير د ځايي غڼو له نيمې برخې څخه هم لږ دی . سربيره پردې کارپوهان کله نا کله نوي ډوله نباتات يا ژوي مومي . د مثال په توګه کارپوهانو په وروستيو وختونو کې د اندونيزيا په غرنيو او ځنګلونو سيمو کې نوي ډولونه مرغان ، پتنګان ، چونګښان او نباتات پيدا کړيدي . لږه موده دمخه د کاناډا کارپوهانو د امريکې دکليفورنيا د دوو دولتي باغونو تر ځمکې لاندي په لندو او تورو غارونو کې اوه ويشت ډولونه چنجې موندلي دي.

مونږ بايد په دې اعتراف وکړو چه په ځمکه کې د هغو ژويو ډېری ډولونه چه پر ځمکه تلی ، لامبو وهلی او يا الوتلی شي ، تباه شويدي . د يوه کارپوه په نظر په ځمکه کې څلويښت مليونه ډولونه ژوي او نباتات موجود دي ، خو په ډيره پخوا زمانه کې دغه ډولونه له پنځه سوه مليونو څخه تر پنځه سوه ميلياردو پورې و ، په بله ژبه

تر اوسه پوري يوازي په زرو کې يو په ځمکه کې پاتې دی او د انسانانو د زياتو فعاليتونو له امله دومره زيات ډولونه ژوي او نباتات له منځه وړل شوي وو . په اوسنۍ زمانه کې د ژويو او نباتاتو ډولونو د له منځه وړلو سرعت د طبيعي تباهۍ له سرعت څخه هم زر ځله چټک دی . په بل عبارت اوس هر ساعت يو ډول له منځه ځي .

د علمي شميرنې له مخې اوس په نړۍ کې نژدې شپږ سوه ډوله مرغان ، څلور سوه ډوله ژوي، دوه سوه ډوله خاورين او أوبلن ځناوران ، او شل زره ډوله نباتات د تباهۍ په حال کې دي چه دوي له انسان سره نژدي تړاو لری او دوي د انسان د ژوند او پرمختګ لپاره ډير ارزښت لری . شل کاله دمخه د امريکا د يوه کارپوه په اند په لرغوني زمانه کې د مهره لرونکو ژويو د له منځه وړلو پنځه لاملونه وو : لومړني لامل دا و چه ددوي د اوسيدو ځايونه خراب و ، دوهم لامل يي د نورو موجوداتو تيری کول او دريم يي د چاپيريال ککړتيا او څلورم يي ددوي له حده زيات کارول او پنځم يي ناروغۍ وو . د يوه علمي راپور له مخې په راتلونکي کې به زر وحشي څارويان چه د نړۍ په شلو سيمو کې ژوند کوي ، د له منځه وړلو له ګواښونو سره مخامخ وي . په دي راپور کې ليکل شوي چه په دغه شلو سيمو کې د امريکا لويی وچی له شمال څخه د شمالي قطب تر کنګو وهلی او ځنګلي سيمې پورې پراخې سيمې ، په جنوبي ارام سمندر کې پراته ټاپوګان او د امريکا لويی وچې په جنوب کی يوه سيمه شامل دي . د هوا او چاپيريال د بدلون له امله به تر دوه زره سلم کال پورې لږ تر لږه يو زر دوه سوه ډوله مرغان له دنيا څخه لاړ شي چې دا يوازي محافظه کارانه اټکل دی .