د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کی د امريکا په مشری متحدو ځواکونو او د دغه هېواد حکومتی چارواکو د جولای په شپاړسمه نېټه په جلا جلا توګه د دې خبر پخلی وکړ چې په دغه هېواد کی د دوو ورځو د شخړو له امله څه نا څه پنځوس تنه مړه شوی دی.
د متحدو ځواکونو او د حکومتی ځواکونو د پوځی عملياتو له امله، د خونړيو شخړو بهير ښايی ټول هېواد ته خپور شی. د شمېرنې له مخې، سږ کال د افغانستان په ګوټ ګوټ کی څه دپاسه زر تنه د شخړو له امله مړه شوی چې اکثريت يی وسلوال عناصر او عام خلک وو.