<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-17 17:31:31    
په پسرلی کې د چين د منسوجاتو نندارتونونه

cri

ګرانو اوريدونکيو، په وروستيو کلونو کې د چين د منسوجاتو چارو چټک پرمختګ کړی او زيات توليدات يې د کورنيو او بهرنيو مشتريانو له هر کلی څخه برخمن شوی دی .د هر کال په پسرلی کې د چين د منسوجاتو چارو ټولنه په بيجينګ کې يو لړ نندارتونونه تر سره کوي چې تارونه ،ټوکر او کالي پکې ښودل کيږي .که غواړي د نساجی توليدات واخلي .نو د دغو نندارتونونو له لاری يې په اړه زيات معلومات تر لاسه کولی شی .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په پروګرام کې به تاسو ته د منسوجاتو د نندارتونونو په باب يو څه معلومات وړاندی کړو.

د مارچ په ٢٦ نېټه په بيجينګ کې په ٢٠٠٦ کال کې د چين د کاليو نړيواله اوونۍ ولمانځل شوه او په پسرلی کې د منسو جاتو نندارتونونه پرانيستل شول .

د هونګ شان شو په نامه د نارينه کاليو شرکت په دغه اوونۍ کې د نارينه جامو سل بيلا بيل شکلونه او بڼی ننداری ته وړاندې کړی .د دغه نښې جوړونکی ميرمن چاو د خپلو توليداتو د ځانګړيتوب د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز............) د دغو جامو د طرحه کولو او جوړولو موخه می د نارينه جامو د دوديزو شکلونو بدلول او نوی کول دي چې دوی ته د بيلا بيلو شکلونو او سبک لرونکی کالی برابر کړو.

د دغې اوونۍ د لمانځلو په مهال د چين د کاليو نړيوال نندارتون هم په بيجينګ کې پرانيستل شو .د سږ کال په نندارتون کې د ١٨ هېوادونو او سيمو زر ډوله نښه لرونکی کالي ننداری ته وړاندې وو. يو بهرنی سوداګر وويل چې ده ته له دغه نندارتون څخه د چين د کاليو بشپړ ډولونه او معقوله بيه څرګنده شوی ده .

د چين د کاليو ټولنې د يوې مشهورې تصدی د او دی فون ډلې د عمومی مدير

ځانګړی مرستيالې ميرمن چن شو يوان خبريال ته وويل چې په دغه نندارتون کې زمونږ د ډلې له خوا توليد شوی نژدی زر ډولونه کالی ښودل شوي چې زياتره يی د کورنيو او نهرنيو سوداګرانو د خوښی وړ ګرځيدلی دی .

په پسرلی کې د منسوجاتو په يو لړ نندارتونونو کې د ټوکرانو په شمول د ابتدايی توليداتو يو کوچنی او ځانګړی نندارتون هم شامل شو.د چين د منځنی برخې د هو بی ولايت د شيان تاو ښار د وړينو ټوکرانو فابريکې څو سوه بيلا بيل وړين ټوکران ننداری ته وړاندې کړل .د دغې فابريکې مشر جانګ شيان ليانګ خبريال ته وويل (

اواز...............) هر کال مونږ له بازاری اړتياوو سره سم ځينی نوی توليدات توليد وومثلأ مونږ په خپلو ټوکرانو کې د بريښنا د رامنځته کيدو د مخنيوی لپاره ځانګړی فايبرونه زياتوو.په همدی وخت کې چاپيريال ساتنې ته هم پاملرنه کوو او په خپلو توليداتو کې د ويروس ننوتلو د مخنيوی لپاره اړونده تکنالوژي څيړو .اوس زمونږ توليدات په نورو هېوادونو کې خورا زيات شهرت لري او په سلو کې ٤٠ توليدات مو صادريږي چې زياتره يی د جاپان او اروپا په بازارونو کې پلورل کيږي .

د چين د کاليو چارو د ټولنې کارپوهانو وويل چې بيجينګ د مارچ په مياشت کې ډير ښکلی وي .ځکه چی ډول ډول نساجی نندارتونونه پکې تر سره کيږي .د چين د نساجۍ صنعتی ټولنې وياند سون هوای بين وويل د دغو نندارتونونو د تر سره کولو موخه دا ده چې کورنی تصدۍ وکولی شی نه يوازی په بيجينګ کې بيلا بيل توليدات واخلي او د فيشن په اړه معلومات تر لاسه کړي بلکه په دغه ساحه کې له بهرنيو تصديو سره هم همکار او تبادله پياوړی کړي .

په وروستيو کلونو کې دغو نندارتونونو لازيات بهرنی سوداګران راجلب کړي دي .د

فرانسې د منسوجاتو د مشهورې تصدی يا د نوالين محدود شرکت غړی ښاغلی ماتين له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې هر کال دوی په دغو نندارتونونو کې ګډون کوي او له چينايی تصديو سره همکارۍ او تبادله کوي (اواز..............)

دغه نندارتونونه له چينايی تصديو سره د تبادلې لپاره ښه فرصت برابروی او کولای شو دلته زيات دوستان ومومو .که ښه توليدات وګورو مونړ به له اړوندو شرکتونو سره فراردادونه لاسليک کرو.او دغه راز خپل توليدات پر نورو تصديو وپلورو.

ګرانو اوريدونکيو ،زمونږ پروګرام پای ته ورسيد .خوشحاله اوسی .