<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-17 17:35:14    
د تای جی چيوان په نامه د چينی سوک وهلو تمرين کوونکی له بېلا بېلو ځايونو څخه په شينجانګ کښی راغونډ شول

cri

د تای جی چيوان په نامه چينی سوک وهل د چينائيانو لخوا رامنځ ته شوی او وده يې کړېده٠ د دې لوبې پر تمرين باندی ټينګار د خلکو د د بدن او روح د روغتيا لپاره ډير ګټور دی٠ نن سبا په نړۍ کښی د تای جی چيوان سوک وهلو ډير زيات شمير تمرين کوونکی شته او هر کال د چين په بېلا بېلو ځايونو کښی د دغه ورزش د نندارې مسابقې ترسره کيږی٠

لږه موده مخکښی دچين د شينجيانګ په وروموچۍ کښی ٌ د تيان شان غره دوبی ٌ په نامه د مدنی پياوړتيا د کپ د ترلاسه کولو لپاره د تای جی چيوان د نندارې يوه لويه مسابقه ترسره شوه او د شينجيانګ په ګډون د چين د بېلا بېلو ځايونو او د جاپان ، تايئلنډ او ماليزيا د اووه نوی ټيمونو څه نا څه زرو تنو لوبغاړو پکښی ګډون کړی وو٠

د چين د مرکزی سيمې د هه نان ولايت د جياو ځو ښار د ون سيان ولسوالی د جين جيا ګيو کلی د تای جی چيوان سوک وهلو سرچينه ده او دغه لوبه څلور سوه کلن تاريخ لری٠ له وروستيو سلو کلونو راهيسی تای جی چيوان سوک وهلو د درملنی، سپورتی لوبې او مسابقې په دريو لورو پرمختګ کړی او محتويات يې لا بډای شويدی٠ د چين د سوک وهلو د ټولنې مشر او د سوک وهلو د أسيايې ټولنې افتخاری رئيس سيو څای چې د تای جی بوکس په څيړنو کښی لوی لاس لری، خبريال ته وويل چې تای جی بوکس په شيجيانګ کښی ډير ښه خپور شوی او چټک پرمختګ يې کړيدی٠ ٌ په شينجيانګ کښی د تاجی چيوان سوک وهلو د مسابقې جوړيدو ما ته ډيره ښه خاطره پريښې ده، د شينجيانګ د تای جی چيوان لوبې ټولنه څلويښت زره تنه غړی لری ٠ له دی څخه چې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړی په وروموچۍ کښی راغونډ شوی، د دغه ورزش جذابيت څرګندشويدی٠ دغه لوبه نه يوازی د خلکو روغتيا پياوړې کولای شی ، بلکه تمرين کوونی هم سره يو کولای شی٠ ٌ

د تاجی بوکس د روغتيا لپاره يو ډول ولسی لوبه ده چې د دغې لوبې کولو لپاره هيڅ سپورتی سامان او أله په کار ندی او تمرين کوونکی په يو تنګ ځای کښی لوبه کولای شی٠ د چين په ښارونو، کليو ، باغونو يا د واټونو په اړخونو کښی د تای جی چيوان سوک وهلو تمرين کوونکي ليدل کيږی ٠

د چين د شمال ختيځ لوبغاړی لو جونګ پينګ چې د څه دپاسه ديرشو کلونو لپاره د تای جی چيوان تمرين کړی، وويل : ٌ په شينجيانګ کښی د تيان شان غر دوبی ٌ په نامه د تای جن چيوان د مسابقې ترسره کيدل يو ډير ښه کار دی، ګواکی مونږ د تيان شان تر غره لاندی د تای جی چيوان سوک وهلو تمرين کوو او دا احساسوو چې بيرته طبيعت ته ستانه شوی يو٠ دغه سوک وهنه زمونږ د هېواد دوديز کلتور دی او د دغې لوبې تمرين هم د خلکو د اخلاق او فيزيولوژۍ له پلوه او هم په کارونو کښی د خپل جديت د لوړتيا او له ملګرو سره د دوستۍ د ټينګولو لپاره ګټور دی ٠ٌ

د تای جی چيوان سوک وهنه له اوږدې مودې راهيسی د چين د مشرانو لخوا ستايل کيږی٠ مثلأ پخوانی مشر ماو تسی دونګ ويلی ووو : غره ته ختل، لامبو وهل او د تای جی چيوان لوبې تمرين کول ډيرې ښې سپورتې لوبې دی او بايد دغه لوبې د ولسونو په منځ کښی په ښه شان سره مروجې شی ٠ پخوانی صدراعظم چوئيلای په ١٩٥٩ کال کښی جاپانی دوستانو ته د تای جی چيوان معرفی کړ٠ د جاپان يو ټيم هم د تای جی چيوان په دغه لوبه کښی ونډه درلوده او په ډله ايزه مسابقه کښی يې دوهم مقام وګاټه٠ د جاپانی ټيم غړی ايوجی ماسايو د مسابقې په ډګر کښی وويل : ٌ د تای جی چيوان سوک وهل زما لپاره ښه سپورتی لوبه ده، ما د دغه ورزش له تمرين څخه ډيره ښه ګټه اخيستې او د چين د کلتور په اړوند مې زيات معلومات ترلاسه کړيدی٠ ډير وياړمن يم چې په دغه مسابقه کښی ګډون کوم٠ ٌ

تای جی چيوان سوک وهل د چينی ملت د وتلی کلتوری ميراث په توګه د خلکو د روغتيا د پياوړی کولو او له ښايست څخه د خوند د اخيستلو په برخه کښی ارزښت لری٠ اوس په ټوله نړۍ کښی د تای جی چيوان سوک وهلو لس ګونه مليونه تمرين کوونکی شته ٠ د چين د سوک وهلو مشهور پروفسير من هو فونګ بهرنيانو ته د تای جی چيوان د ورزده کولو لپاره کله نا کله بهرنيو هېوادونو ته ځی٠ هغه وويل : ٌ تای جی چيوان سوک وهل د زړو کسانو د روغتيا د پياوړی کولو لپاره يوه ډيره ښه سپورتی لوبه ده چې د نړيوالو لخوا منل شوېده ٠ زه د دغه لوبې د ورزده کولو لپاره څه دپاسه شلو هېوادونو ته تللی يم ، په ټولو هغو ځايونو کښی چې زه ورغلی يم ، د چين تای جی چيوان سوک وهنه ډير شهرت لری٠ ويلای شم : هر هغه ځای چې اوسيدونکی لری ، د دې لوبې تمرين کوونکی پکښی شته ٠

ګرانو دوستانو، اوس به له تاسو څخه يو پوښتنه وکړو چې د تای جی چيوان سوک وهلو سرچينه د چين د هه نان ولايت له کوم ځای څخه دی ؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړۍ ! مننه !