<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-18 09:51:24    
پاکستان غواړی چې د پر له پسی چاودنو د څيړنو لپاره له هند سره مرسته وکړي

cri

د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مرستيال رياض محمد خان د جولای په ١٧مه نېټه په اسلام أباد کې وويل که هند په ممبی کې د چاودنو په هکله پاکستان ته د باور وړ معلومات يا سم شواهد برابر کړي ، نو دغه هېواد هم غواړی چې د څيړنو لپاره له هند سره مرسته وکړي .

نوموړي په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل تر اوسه پوری پاکستان له هند څخه هغه شواهد نه دی تر لاسه کړی چې پاکستانيان د هند په چاودنو کې ګډوی . هغه وويل پاکستان ترهګرانو ته اجازه نه ورکوي چې له دغه هېواد څخه پر نورو هېوادوو باندی بريدونه وکړي .

د روانې مياشتی په يوولسمه نېټه د هند په ممبی کې په پر له پسی چاودنو کې څه دپاسه ١٩٠ تنه وژل او شپږ سوه تنه نور ټپيان شول . د هند صدراعظم سينګ تور لګولی چې پاکستانيانو د چاودنو د رامنځته کولو په چارو کې په لاس درلود . د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې د جولای په ١٤مه نېټه وويل د هند تورنه بی بنسټه ده .