د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يوه چارواکی د جولای په اتلسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې طالبانو د جولای په اوه لسمه نېټه د هلمند ولايت دوه ولسوالی نيولی دی.
پر دې سر بيره، په افغانستان کی د امريکا په مشری متحدو ځواکونو هم د دې خبر پخلی وکړ چې د جولای په اوه لسمه نېټه د ارزګان په ولايت کی يی له وسلوالو طالبانو سره سخته جګړه وکړه او په پايله کی د متحدو ځواکونو يو سرتيری مړ او نور اوه لس تنه ټپيان شول.
ګډو ځواکونو او حکومتی پوځ د می د مياشتی په دوهمه لسيزه کی د دغه هېواد په جنوب کی د وسلوالو طالبانو په وړاندی پوځی عمليات پيل کړی او تر اوسه پوری څه نا څه اته سوه تنه په بيلا بيلو جګړو کی مړه شوی دی.