ګرانو اوريدونکو د ٢٠٠٨ کال په را نژدي کيدو سره سره د بيجينګ د المپيک سپورتي لوبې د يوې سترې نړيوالې سپورتي غونډې په توګه نه يوازي د چين د حکومت او خلکو بلکې د نړيوالو د پاملرنې وړ ګرزيدلې دي چې په دې ډله کې د امريکا د مشهور موسيقي پوه کوينسي جونس هم شامل دی ، د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسي چين ته د ښاغلي کوينسي جونس د سفر په باب يو راپور واورۍ
=========== اواز ١ ===========
درنو اوريدونکو دغه سندره چې تاسو واوريده په ١٩٨٥ کال کې د افريقايي مصيبت ځپلو خلکو سره د مرستې لپاره د مشهور کمپوزر ښاغلي کوينسي جونس لخوا جوړه شوه او د ميچيل جاکسون په ګډون د شلګونو مشهورو سندره ويونکو لخوا ويل او ټولې نړۍ ته خپره شوه ٠ د ښاغلي کوينسي جونس لخواجوړه شوې يوه سندره هم د سپوږمۍ پرکرې هم غږول شوې وه ، دغه راز هغه د موسيقي په ساحه کې د اوويشتو جايزو اخيستونکی دی او په امريکا کې د بشري حقوقو د غورځنګ مشهور فعال دی ، د ٢٠٠٨ کال د مې په مياشت کې درې اويا کلن ښاغلي کوينسي جونس د يوه پلاوي سره چين ته خپل لومړنی سفر ترسره کړ٠ د خپل سفر په څلورو ورځو کې هغه د چين د پلازمينې بيجنګ او شانګهای ښارونو د ښکلو منظره لرونکو ځايونو او پوهنتونونو څخه ليدنه وکړه ، البته هغه نه يوازي د سيلاني لپاره چين ته راغلی ، بلکې يې وغوښتل چې د سفر په بهير کې د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبولپاره د موسيقي د کمپوزجوړولو نيت څرګندکړي ٠ ، د يوه سابقه لرونکي موسيقي پوه په توګه ښاغلي کوينسي جونس په دې ښه پوهيږي چې کلتور او هنر يو ډول صنايع هم دي ، هغه باورلري چې د چين په کلتوري او هنري چارو کې په ور خلاصون سره کيدای شي چې د ده د موسيقي ﻻزيات اثار به د چين بازارته ننوزي ، د ده په أند دا به هم د چين او امريکې د کلتور ترمنځ يوډول تبادله وي او هم به د دواړو خواوو لپاره ګټور وي ٠ دا يو ښه فرصت دی چې د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبود تيارولو په بهير کې ګډون وکړي ٠
ښاغلي جونس په بيجنګ کې وويل هغه به د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو د اصلي سندرې د کمپوز جوړولو په کار کې برخه واخلي ، هغه دا هيله هم څرګنده کړه چې په ٢٠٠٨ کال کې به په بيجينګ کې د موسيقي يوه لويه غونډه جوړه شي چې له دې لارې ټولې نړۍ ته د بيجينګ ښار معرفي وکړای شي ٠ هغه وويل ===== اواز٢ =====
که ما ته د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبو لپاره د اصلي موسيقي د کمپوز جوړولو فرصت راکړاي شي زه به ډېر وياړمن شم ،
د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبو د تشکيلاتي کميټې مرستيال ښاغلي جيانګګ سياو يو وويل دده کميټه ډېر خوشاله ده چې ډېر مشهور موسيقي پوه جونس د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبو لپاره اصلي سندره جوړه کړي ، په دې کې به د جونس ګډون به د چين په دننه او بهر کې ﻻزيات هنرمندان وهڅوي چې د بيجنک په سپورتي لوبو کې برخه واخلي ، هغه وويل ===== اواز٣ =======ښاغلی جونس په نړۍ کې يو مشهور موسيقي پوه دی ، مونږ د ده هنري استعداد ته د قدر په سترګه ګورو، مونږهيله لرو چې هغه به د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبو لپاره يوه ډېره په زړه پوري اصلي موسيقي جوړه کړي ٠
ښاغلي جيانګ سياو يو هم وويل د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ المپيک د سپورتي لوبو د ترسره کيدو دمخه د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو تشکيلاتي کميټه هرکال د المپيک د سپورتي لوبو اړوندو سندرو د جوړولواو راټولولو لويه سيالي ترسره کوي ، راټولې شوي ښې سندرې د يوې مودې د ويلو او د وختونو د ازموينې وروسته به د ٢٠٠٨ کال د بيجنيګ د المپيک د سپورتي لوبو د اصلي سندرې د انتخابي سندرو په توګه ساتل کيږي ، د المپيک سپورتي لوبو اصلي سندره به په ٢٠٠٨ کال کې وټاکل شي ، که څه هم ښاغلی جونس په جين کې يوازې څو ورځې تيرې کړې ، خو چين هغه ته ډېره ژوره خاطره پري ايښې ده ،هغه وويل === اواز٤====== په چين کې هر کس زه د خپل خپلوانو په توګه ګڼم زه له دې څخه ډېره مننه کوم ، دغه احساسات ډېر ښه دي ، زه ډېر خيال لرم چې په چين کې پاتي شم او د چين د کلتور او معنويات ډېر خوښوم ،
ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد ، ارام او خوشاله اوسي ٠