<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-18 18:09:46    
د چين ځانګړې سندر غاړې وانګ سوو فن

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د يوې ځانګړې سندرغاړې وانګ سوو فن په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

د چين لرغونی شعرونه چې د هېواد د لرغونی کلتور يوه ډېره مهمه برخه ده ، ښکلي غږونه او ژورې ماناګانې لری . دغه شعرونه په پخوا زمانه کې د سندرو په ډول ويل کيدل . خو د خلکو پرخولو د خپريدو په بهير کې د سندرې ويلو ځانګړيتوب ورو ورو له منځه لاړ . اوس د چين د موسيقۍ پوهانو پاتی شوي نوټونه ترتيب کړي او بيا يي تصنيف کړيدي . ( اواز)

دغه لرغونی شعر چې تاسی واوريد ، نوم يی ٌ له دونګ دا سره خدای پامانی ٌدې . دغه شعر د چين د تانګ امپراطوري دورې د مشهور شاعر ګاو شي له خوا ليکل شوی او له خپل ملګري سره د مخه ښی په مهال شاعر خپل غمجن احساسات پکی څرګند کړی دی . سندرغاړې وانګ شوو فن په پوره توګه د دغه شعر جاذب او زړه وړونکي خوند څرګند کړيدی .

مېرمن وانګ چې دوه شپيته کلنه ده ، د چين د موسيقي پوهنځی يوه پرفيسره ده . هغې د ماشومتوب له مودې څخه له سندرې ويلو سره مينه او هيله درلوده چې يوه مشهوره سندرغاړه شی . هغې وويل : ( اواز)

د ماشومتوب په مهال می له سندرو ويلو سره مينه پيدا شوه او مور مې ښه اواز درلود ، نو د موروثي جين له امله زه هم د مور په شان ښه اواز لرم . په لومړي ښوونځي کې له زده کړې وروسته ښوونکو د سندرو ويلو روزنه روزنه راکړه .

په ١٩٦١ کال کې مېرمن وانګ د سندرې ويلو هنر د زده کړې لپاره د چين د موسيقې پوهنځی په منځنې ښوونځي کې شامله شوه او په ١٩٦٤ کال کې د خپلو کوښښونو پر بنسټ په دغه لوړپوړې پوهنځی کې ومنل شوه . د تېری پيړۍ له اتمې لسيزې څخه تر اوسه پورې ميرمن وانګ د ښوونکې په ډول په دغه پوهنځی کې کار کوي . د خپل کار په لومړيو څو کلونو کې مېرمن وانګ د کارونو له اړتيا سره سم د نان نين په نامه د چين په جنوبي سيمو کې د مروج شوي اواز د زده کړې لپاره د هيواد د جنوبي ولايت فو جيان ته وليږدېدل .

نان ين عموما د فو جيان ولايت په چيون جو ښار کې مروج دی او د لرغوني موسيقي يو ډول دی . مېرمن وانګ وويل : ( اواز)

د ١٩٨٣ کال د جنوری په مياشت کې زه له نورو څو ښوونکو سره يو ځای د نان ين د زده کړې لپاره چيوان جو ښار ته لاړم . د نان ين د هنري ډلې مشرانو زمونږ د راتګ تود هر کلی وکړ . په هغه وخت کې ښوونکو ما ته د لويديځې کوټې په نامه په يوه ځايي اوپرا کې د ځوان جانګ شن لخوا ويل شوې سندره رازده کړه چې نوم يی ٌ سپوږمکۍ ته کتل دی . د دغې برخې ويل ما ته يوه ننګونه وه ځکه چه د أواز بدلونونه يي ډير دي او نوټ يي هم سم نه دی ، د يادونې وړ خبره دا ده چه دغه سندره په ځايي لهجه ويل کيده .

مېرمن وانګ د ډيرو کوښښونو له لارې په يوه مياشت کې د نان ين د ځانګړي هنر بنسټيز معلومات خپل کړل .

په ١٩٨٤ کال کې په چيوان جو ښار کې د نان ين په اړه يوه ننداره تر سره شوه چې د ماليزيا ، سينګاپور ، هانکانګ او تايوان په ګډون د يو شمېر هېوادونو او سيمو لوبغاړو پکې ګډون وکړ او مېرمن وانګ سپوږمی ته د کتلو په نامه د سندرې د ويلو له لارې بريالۍ شوه .

مېرمن وانګ په ښه ډول د چين له لرغونيو شعرونو سره سم د اصلاح شويو سندرو د ويلو هنر د خپلولو لپاره له څو پوهانو څخه زده کړه کړې او خپلې ځانګړی لارې چارې يي تر لاسه کړېدي .

په تېرو شلو کلونو کې ، مېرمن وانګ په فارغ وخت کې د لرغونيو شعرونو له مخې ترتيب شوي دوه سوه سندرې ويلی او په بريالي توګه يي دری ځانګړی ننداری تر سره کړيدي . د دې تر څنګ هغې په جدی ډول خپلې ارزښتناکې تجربې هم زده کوونکو ته ورزده کړيدي . هغې وويل : ( اواز)

په تېرو اوو کلونو کې په پوهنځی کې په دې هکله په ښوونه بوخته وم . زه هيله لرم چې خپلی ټولې تجربې زده کوونکو ته ورکړم . دا زمونږ لازمی دنده ده چې د هيواد له لرغونو کلتورې ميراثونو څخه د ګټې اخيستلو لپاره کوشش وکړو .