د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی غالبأ د لنډ واټن ټول طلايی مډالونه د امريکا د نارينه وو او ښځينه لوبغاړو لخوا وګټل شول او ددوی ترمنځ يو ډير ځلاند ستوری هايس نوميږی . د اکتوبر په ١٥ نيټه لوبغاړی هايس د سلو مترو د ځغاستی په دوهمه سيالی کی په ٩ ثانيو ٩ درجو کی برياليتوب ترلاسه کړ ، خوله دی امله چی په هماغه وخت کی په هره ثانيه کی د باد سرعت ٥ اعشاريه ٢٨ متره ؤ ، نو دده دغه غوره برياليتوب د نړيوال ريکارډ په توګه نه دی منل شوی . وروسته يی د سلو مترو د ځغاستې په پای لوبه کی د لسو ثانيو صفر درجه په برياليتوب سره طلايی مډال وګاټه چی له نړيوال ريکارډ سره برابر و .
* د پخوانی شوروی اتحاد يوې ښځينه لوبغاړې په لوڅ سر سره ځان ته سزا راکړه
په ١٩٦٤ کال کی د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ښځو د نيزې غورځولو په لوبه کی د پخوانی شوروی اتحاد يوې ښځينه لوبغاړې چی په هماغه وخت د نړيوال ريکارډ ساتونکی وه ، يوازی د ٥٤ اعشاريه ٨١ مترو په برياليتوب سره پنځم ځای ونيوه . له دغو لوبو وروسته دغه لوبغاړې نيغ په نيغه د اولمپيک د لوبغاړيو کلی سلمانی ته ورننوتله او له يو جاپانی ډم څخه يی وغوښتل چی د هغی د سر ټول ويښتان وخريی ، خو دهغی غوښتنه د ډم لخوا رد شوه . نو په هماغه وخت کی نوموړی لوبغاړې پخپله قينچی واخيسته او د خپل سر ټول
ويښتان يی قيچی کړل . هغی وويل ، زه بايد په لوڅ سر سره ځان ته ګواښ وکړم چی له همدغه شان تيروتنې څخه وژغورل شم .
د هوا له برکته بريالی شوی (( تور أس )) _ داويس
د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د اوږد ټوپ د پای لوبې دمخه هيچا د بريتانيی لوبغاړی داويس ته چی د يوه لومړنی ښوونځی ورزشی ښوونکی و ، پام نه وکړی . په پای لوبه کی د ګډون حق د ټاکلو په سيالی کی هغه هم يوازی د يو وروستی بريالی حرکت له امله په ټاکل شوی لست کی شامل شو . د ليری ټوپ د پای لوبی په ورځ باران اوريده ، سخت باد ولګيده او هوا هم يخه او سړه وه چی دغه شان هوا د امريکا او پخوانی شوروی اتحاد د لوبغاړيو لپاره ډيره بده او ستونزه منه وه ،خو داويس ته ډيره ګټوره وه ، ځکه چی هغه په ويلس (( Walesکی زيږيدلی او د کوچنيتوب له مرحلی څخه يی له دغه شان هوا سره عادت درلود . نو بالاخره لوبغاړی داويس د ٨ اعشاريه ٠٧ مترو ټوپ وهلو سره دغه لوبه وګټله او اتل شو .
* اتل ويلی هولدورف چی دوه ځله پر مځکو ولويده
د لس لوبو په اړه د بشپړ مهارت د اتلولی د ګټلو لوبې دهر برخه وال لوبغاړی د بدنی انرژۍ لپاره يوه لويه ازموينه ګڼله کيږی . د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی دغه لوبی په دوه ورځو کی ترسره شوې او د سياليو وخت يی ١٨ ساعتو ته ورسيد چی له امله برخه وال لوبغاړی ډير ستړی شول . د لويديځ المان
لوبغاړی ويلی هولدورف د لسو لوبو د بشپړ مهارت په وروستی لوبه کی د ١٥٠٠ مترو ځغاستی وروستی ځای ته له رسيدو وروسته د بدنی انرژی د کموالی له امله پر مځکه ولويده . ورپسی د ډيرې ستړتيا له امله هغه د جايزو د ويش له ځای څخه يو ځل بيا راوغورځيده .