د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، په دی وروستيو ورځو کی د بيليس په نامه د تودې سيمې د سخت طوفان له امله د هونان په شمول د چين په ځينو جنوبی ولايتونو کی سخت بارانونه اوريدلی چی له امله يی په روان کال کی تر ټولو سخت سيلابونه راوتلی دي . د چين د صدراعظم مرستيال خوی ليانګ يو د هونان ولايت ته تللی او هلته يی هغو وګړو ، پوځی افسرانو او سرتيريو ته چی د سيلابونو پر ضد هڅه کی دي ، د حال احوالو پوښتنه او پاملرنه وکړه .
هغه وويل ، بايد په ښه شان د سيلابونو پر ضد بيلا بيل کارونه ترسره شی او د مصيبت ځپلو وګړودژوند بنسټيزی چارې ژوند تامين شی . ښاغلی خوی ليانګ يو له ځايی چارواکيو څخه وغوښتل چی بايد تر خپلی وسی پوری د مصيبت ځپلو وګړو توليدی فعاليتونه او د خوړو ، استوګنې ، پاکو اوبو ، پوښاک او درملنی په شمول ورځنی ژوند ورته عادی کړی .