<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-19 18:37:53    
که د زمکې په دواړو قطبونو کي مقناطيس له منځه يووړل شي .........

cri

د زمکې قوي مقناطيسي ميدان د ډول ډول مضرو پلوشو څخه د انسانانو د ژغورلو د بند رول لوبوي . د سلو کالو راهيسې عالمان د زمکې د مقناطيسي ميدان د شدت د درجې ضعيفوالي ته زياته توجه او پام کوي او د ارقامو د مقايسې له لاري يي وموندل چه د زمکې د مقناطيسي ميدان د شدت درجه د ژر ضعف په حال کي ده . ددې پديدې په مقابل کي د عالمانو نظريې بيلې دي . د ځينو عالمانو په نظر دا د زمکې د مقناطيسي قطبونو د چپه کيدو نښه ده او د ضعف د اوسني سرعت سره سم به په راتلونکو يو زرو کالو کي د زمکې مقناطيسي ميدان له منځه يووړل شي چه په نتيجه کي به قطبونه چپه شي او په زمکه کي موجودات به له سختو جهاني پلوشو سره مخامخ شي . د نورو عالمانو په اند دا يوازي يوه موقتي نښه ده او څو سوه کاله وروسته به مقناطيسي ميدان يو وار بيا قوي شي .

ستر عالم اينشتاين يوه پيړۍ دمخه دا نظر درلود چه د زمکې د مقناطيسي ميدان پيدايښت د فزيک په علم کي يوه لويه معما ده . له هغه وخت نه وروسته عالمانو د فزيک په علم کي زياتره مسئلې حلې کړي ، مګر د زمکې د مقناطيسي ميدان په باب پيچلې مسئله لا هم نده حل شوې .

نن ورځ اکثر عالمان باور لري چه د زمکي مقناطيسي ميدان دننه په زمکه کي د زمکې د هستې سره سم د مايع شويو اوسپنو د ګرزيدو له امله رامنځته شويدی .د زمکې هسته په بهرني او کورني برخو ويشل شويده چه بهرني برخه يي د اوسپنو او نيکل په شمول د مايع شويو فلزاتو څخه جوړه شوې او پونډوالي يي دوو زرو دوو سوو کيلو مترو ته رسيږي او داخلي برخه يي هم د اوسپنو او نيکل څخه تشکل

شوي چه منجمد شکل لري او نيم قطر يي يو زرو دوو سوو کيلو مترو ته رسيږي . د داخلي هستې سره د بهرني هستې د چوريدو له امله د زمکي مقناطيسي ميدان رامنځته کيږي . د وروستيو کلونو راپدي خوا عالمانو د زمکې د مقناطيسي ميدان د رامنځته کيدو د تقليد موډلونه جوړ کړي دي . د امريکي عالمان دا نظر لري چه د زمکي دواړه قطبونه په هرو دوو لکو پنځوسو زرو کالو کي چپه کيږي ، البته د تقليدمحدوديت لري ځکه چه د زمکي مقناطيسي ميدان پخپله يو پيچلي شي او په بيلا بيلو ځايونو کي د مقناطيسي ميدان د شدت درجې يي بيلې دي . عالمانو د نولس سوه اتيايم کال نه تر دوه زرم کال پوري د مقناطيسي ميدان د بدلون څخه دا نتيجه لاس ته راوړه چه په افريقا ، اروپا او اطلس کي د مقناطيسي ميدان بدلون ډير دی ، خو په اسيا او د ارام بحر په سيمه کي دغه بدلون کوچنی دی . ډير لوي بدلون د افريقي په جنوبي څنډه کي دی او په دي سيمه کي د مقناطيسي ميدان د قطبونو جهت بالکل مخالف دی .

د جرمني عالمانو په نظر د زمکې د رامنځته کيدو راهيسې د مقناطيسي ميدان د شدت درجه د کوچني بدلون په حال کي دی . د وروستيو درو سوو کلونو راپدي خوا نوموړي درجه په سلو کي لس کمه شوې ده چه د کميدو سرعت به يي چټک شي . په تيره بيا د وروستيو پنځوسو کالو راهيسې دغه سرعت نور هم چټک شويدی . عالمان دا پوښتنه کوي چه ددې سرعت سره سم به د زمکي مقناطيسي ميدان د راتلونکو يو زرو نه تر دوو زرو کالو پوري له منځه يووړل شي که نه ؟ خو تر اوسه پوري ددې پوښتني ځواب ندي پيدا شوی . د نورو عالمانو په نظر د زمکي د قطبونو چپه کيدل کوم خطرناک کار ندی او د مقناطيسي ميدان د شدت درجې ضعيفوالي د قطبونو د بدلون نښه نه ده چه دا يوازي د زمکي د مقناطيسي ميدان عادي بدلون دی .

ښايي چه مونږ اوس د قطبونو د بدلون يا د مقناطيسي ميدان د کمزورتيا په بهير کې پاتي يو او تر يوې اندازې پورې د مقناطيسي ميدان کمزورتيا يو وار بيا غښتلی شي . وروستي خبره دا ده چه تر اوسه پوري عالمان د ځمکي د مقناطيسي ميدان راتلونکي بدلون په هکله وړاندوينه نشي کولی .