<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-19 18:46:30    
د شي هوي پارک د وو شي ښار د اوسيدونکو د ورزشونو او ساعتيري ښه ځاي دي

cri

وو شي ښار د چين په جنوب ختيځه سيمه کې پروت دي او په چين کې يو له هغو ښارونو څخه دي چه طبيعي او مصنوعي منظرې يي ډيرې ښکلي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد په چټګې پرمختيا او د خلکو د ژوندانه د کچې په اوچتيدو سره په فارغ وخت کې مخ په زياتيدونکي خلکو خپل پام د روغتيا ساتنې ته اړولې ده ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال د وو شي ښار ته تللي او د دغه ښار د شي هوي له پارک څخه يي ليدنه کړېده ٠

د شي هوي پارک د تيرې پيړۍ د اومې لسيزې له پيل څخه د نژدي څلويښتو کلونو د ودانولو له لارې جوړ شوي دي ٠ اوس په وو شي ښار کې دغه پارک تر ټولونه لوي او ښکلي پارک ګڼل کيږي ٠ په دي پارک کې چه مساحت يي نژدي شپږ څلويښت هکتارو ته رسيږي ، له شنو ونو ، تازه ګلانو او له الوتنو مرغانو څخه يو ښکلي انځور رامنځته شوې ده ٠ له دي امله نه يوازي د دغه پارک منظره ډيره ښکلي ده ، بلکې دغه پارک ته د تګ او راتګ د لارو له پاره ډيرې اسانتيا وي شته ، نو ځکه يي ډير زيات خلک ځان ته راجلب کړي دي ٠ زمونږ خبريال په دغه پارک کې د ليدنې کتنې په وخت کې وليدل چه ډير خلک د تاي جي په نامه د چين يو ډول دوديز ورزش کوي چه پکې نه يوازي سپين سرې او سپين ږيري شته بلکه ځوانان او کوچنيان هم شامل وو ٠ ميرمن لي هم چه هلته ورزش کوي ، خبريال ته وويل چه زه په يوه حکومتي سازمان کې کار کوم او ډير ه بوخته يم ، اوس زه څه د پاسه ديرش کلنه يمه او صحت مي دومره ښه نه دي ٠ نو زما په أند بايد د روغتيا د ساتنې له پاره ورزش وکړم ٠ د روان کال له مارچ راهيسي زه هر سهار د شي هوي پارک ته راځم او د روزونکي شاو تر روزنې لاندې د تا جي په نامه په دغه دوديز ورزش مي پيل کړي ٠ د څو مياشتو راهيسي دا احساس مي کوم چه زما صحت تر پخوا نه ډير ښه شوي دي ٠ هغې دا هم وويل چه بايد د وو شي له ښاروالي څخه مننه وکړم ، ځکه مونږ اوسيدونکو ته يي د ورزش ډير ښه ځاي برابر کړي دي ٠

زمونږ خبريال په دي پارک کې ښکلي سندري هم اوريدلي چه ډيرې سپين سرې ، سپين ږيري او د منځني عمر ښخو او نارينه وو يوځاي او په لوړ اواز سره ويلي ٠ سپن ږيري ښاغلي وانګ يو تقاعد شوي ښوونکي دي ، هغه خبريال ته وويل چه زه له شپږو کلونو راهيسي تقاعد شوي يم ، په نيم کال کې وروسته بيا په دنده وګمارل شوم ، خو د ستړتيا له امله مي بيا کار پريښود ٠ له هغه وخت وروسته يو ځل زه د چکر له پاره دغه پارک ته راغلي وم او و مي ليدل چه په دي پارک کې ډير تقاعد شوي زاړه کسان يو ځاي سندرې سره وايي ٠ زه ډيره خوشحاله وم ، ځکه چه ما له کوچنيتوب څخه له سندرې ويلو سره ډيره مينه درلوده ٠ نو سم د لاسه مي د دوي په صف کې ګډون وکړ ٠ له هغه وخت څخه تر اوسه پوري نژدي يو کال تير شوي دي ، زه هره ورځ دلته راځم ٠ د سندرو ويلو له لارې مي زړه ډيره پراخه او روښانه شوې او په ژوند کې مي هم بدلون راغلي او په زړه پوري راته ښکاري ٠

له دي پارک څخه د ليدنې په وخت کې د خبريال پام د ديسکو ميوزيک اواز هم رجلب کړي ، خبريال وليدل چه د دغه پارک په بل ځاي کې د ميوزيک په همکارۍ يوه ډله سپن سرې او سپين ږيري نڅا کوي ، يوه منځنۍ عمر لرونکي ميرمن جيانګ خبريال ته وويل چه زما د مشرې خور صحت کمزور دي او تل په روغتون کې بستري کيږي ، نو د روغتيا له پاره مو پريکړه وکړه چه د ورزشونو په واسطه خپله روغتيا پياوړي کړو ٠ په لومړنيو وختونو کې مو د غره ختلو په ورزش پيل وکړ ، خو په دي ترڅ کې مو دا احساس درلود چه دغه ډول ورزش لکه زمونږ په شان زړو کسانو له پاره ګټور نه دي چه د زړه او دماغ د رګونو ناروغۍ لري ، نو وروسته مو د نڅا کولو په دغه ډله کې برخه اخيستي ده ٠ زمونږ په أند د دغه ورزش له پاره زيات زور په کار نه دي او د زړو کسانو د روغتيا له پاره ډير مساعد دي ٠ هغه وويل چه د يوې مودې نڅا کولو له لارې اوس زما د مشرې خور صحت ډير ښه شوي دي ٠ اوس مونږ هره ورځ په دي پارک کې ورزش کوو او په دي ترڅ کې مونږ له ډيرو دوستانو سره هم اشنا شوي يوو ٠