<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-19 20:31:41    
د چين کلتور د کوچنيانو د پرمختګ لپاره ګټور دی

cri

د امريکا د هارورد پوهنتون ( University Harvard) په لومړی ټولګی کې زده کوونکې جو ليانګ هاو وويل زه امريکايي ډوډی خورم او امريکايي شيدې څښم ، خو زه د بيجينګ د هيلۍ کباب او منتو هم خوښوم . په کوچنيتوب کې مې پلار او مور ما ته ويلی چې بايد د چين د کلتور په هکله زده کړه وکړم . د چين کلتور زمونږ د پرمختګ لپاره ډير ګټور دی .

د ٢٠٠٦ کال په بهرنيو هېوادونو کې د بهرنی تابعيت لرونکو چينی اوسيدونکو او د هانکانګ ، مکاو او تايوان سيمو د ځوانانو دوبني کمپ د پرانستلو مراسم چې د چين د دولتی شورا په بهرنيو هېوادونو کې د چينی اوسيدونکو د چارو د دفتر او د چين او بهرنيو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د ټولنې له خوا جوړ شوی دی . د جولای په ١٧مه نېټه سهار د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول .

د نجلۍ جو ليانګ هاو نوموړی څرګندونې په دغو مراسمو کې وکړې او د ګډون کوونکو تودې چک چکی يې تر لاسه کړی دی . د پنځه څلويښتو هېوادونو او د هانکانګ ، مکاو او تايوان سيمو نژدی پنځه زره تنه بهرنی تابعيت لرونکو چينی ځوانانو په دغه کمپ کې ګډون وکړ .

د جو ليانګ هاو د نيکه ګانو او اسلافو د زيږدنې ځای د چين په جنوب کې د فو جيان ولايت ؤ ، پلار او مور يې په تايوان کې زيږيدلی او هغه په امريکا کې زيږيدلی او لويه شوی ده . هغه د لومړی ځل لپاره چين ته راغلی ده . هغی د کمپ د غړيو په استازيتوب په مراسمو کې د وينا په ترڅ کې وويل د تابعيت له مخې زه امريکايی يم ، خو د سرچني له مخې زه په بهرنی هېواد کې يوه چينائی يم . د چينايانو

په کورنيو کې چينی پلرونه او ميندی مو مونږ ته ډير پام لرنه کوی ، مونږ ډير کوښښ

کړی او ښه برياليتوب مو هم تر لاسه کړی دی . له کوچنيوالی څخه په پوهنتون کې تر شامليدو پوری چينی ځوانان په زده کړو کې تل پرمختللی دی . د بيلګې په توګه په امريکا کې د دغه هېواد د تابعيت لرونکی چينی اوسيدونکو شمېر يوازی د ټول نفوس په سلو کې يوه برخه نيسي ، خو د زده کړو د جايزه تر لاسه کولو انډول يې ډير لوړ دی . نو د يوې چيناېی په توګه زه ډيره وياړمنه يم .

جو ليانګ هاو د لسو کلونو لپاره د چينی ژبه په ښوونځی کې زده کړه کړی او په کوچنيوالی کې يې د چينی کلتور سره اړيکی درلودې . هغې وويل زه په وړکتون کې په دې پوه شوم چې له بهرنی فضا څخه د چين لوی ديوال ليدل کيږي ، نو هيله می وکړه چې يوه ورځ چين ته سفر وکړم . هغی د چين او بهرنيو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ له ټولنې څخه ډيره مننه څرګنده کړه چې د دې دا هيله يې تر سره کړی ده .

هغه هيله لری چې په راتلونکی کې به د چين د کلتور په زده کړو کې پرمختګ وکړي او د مختلفو بڼو کلتوری غوره والی له لاری د نړۍ د اقتصاد د پرمختيا لپاره رول ولوبوي .

د کاناډا د بی سی ولايت د چينی ژبی د ټولنی مشرې ميرمن وانګ مان شيا د دوبنی کمپ د چارواکيو په استازيتوب وويل چينی ملت ډير اوږد تاريخ لری . د ونې په هکله ريښه د ژوند سرچينه ده ، د انسانو په هکله ريښه د پوهنې ، کلتور او نړۍ ليری سرچينه ده او د انسانو پر طبيعت او احساساتو باندی ستره اغيزه لری .

د اړوندو معلوماتو له مخې د دغه دوبنی کمپ د تر سره کولو موخه دا ده چې په بهرنيو هېوادونو ، هانکانګ ، مکاو او تايوان کې چينی ځوان زده کوونکی د چين د کلتور ټولنې او اقتصاد او نور برخه کې زيات معلومات تر لاسه کړي او د چين په دننه او بهر کې د زده کوونکو تر منځ د تګ راتګ لپاره فرصتونه برابر کړي .