<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-20 18:28:41    
د يانځه سيند په دريو تنګيو کې نوې ښکلی منظره

cri

د چين د يانځه سيند د دريو تنګيو د لوی سمنتی بند د جوړولو د کار په بشپړيدو سره په دريو تنګيو کې اوس د اوبو د سطحی لوړوالی يو سل او پنځه دېرشو مترو ته رسيږي چې له امله يې د نړۍ په دغه يوازنی تنګی کې چې سيلانيان د بيړيو له لاری پکې سيل کولاي شي ، نورې نوی ښکلی منظری زياتی شوی دی . چين ته د سفر په دې کړې کې به تاسو ته د يانځه سيند د دريو تنګيو د نويو ښکليو منظرو په هکله څه معلومات درکړو .

يانځه سيند چې سرچينه يی د چينګ های او تبت په لوړه کې ده ، د چونګ چينګ ښار او د هو بي له ولايت څخه تيريږي چې په اوږدو کې يې د څه نا څه دوه سوه کيلو مترو تنګی يعنی د يانځه سيند دری تنګی رامنځته شوی دی . دوولس کاله مخکې د يانځه سيند د دريو تنګيو د اوبو لګولو د پروژې جوړونه پيل شوه ، د اوبو د بند په بشپړيدو سره اوس په دريو تنګيو کې د سيند د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو د بند په پاسنی برخه کې يې يوه اوږده کاسه رامنځته شوې ده . د اوبو په کاسه کې د اوبو زيرمه کولو وروسته د يانځه سيند د زياتو برخو پلنوالی د پخوا په پرتله دوه ځله زيات شوی چې له امله يې پراخ جهيل رامنځته شوی دی .

د هو بی ولايت د يی چانګ ښار د سيلانۍ اداری مرستيال ښاغلی ګاو چاو وويل د روان کال د جون په مياشت کې په دريو تنګيو کې د اوبو سطحه يو سل او پنځه دېرشو مترو ته ورسيدله ،خو د دريو تنګيو په دواړو غاړو کې زياتره پخوانۍ ودانۍ نه يوازی تر اوبو لاندې نه شوې ، برعکس د زياتو جهيلونه او ټاپوګانو په درلودلو سره ډير زياتې نوې ښکلی منظری رامنځته شوی دی . هغه وويل

___اواز___

پخوا د يانځه سيند دری تنګی د اوبو د چټک سرعت له امله نامتو شوي وو . خو د اوبو له زيرمه کولو وروسته اوس د سيند د اوبو بهيدلو سرعت بطي او د اوبه يی پاکې او رڼې شوي دي ، نو ښکلی لوی جهيل رامنځته شوی دی . ويل کيږي چې د دريو تنګيو د زړو منظرو پر بنسټ نوې ښکلی منظرې تر سترګو کيږي .

د دريو تنګيو په يوه برخه کې د شن نونګ په نامه يو کوچنی سيند زيات شمېر چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوي . د دغه سيند اوږوالی شپيته کيلومتره ده او پر دواړو غاړو باندی يی لوړ غرونه ولاړ دی ، د سيند په اوبو کې د غرونو سيوری ليدل کيږي . د شن نونګ په سيند کې ډير تنګ ځای له پنځو مترو څخه هم لږ دی ، سيلانيان يوازی د کوچنيو بيړيو له لاری له دغې ځای څخه تيريدلای شي او شاو خوا ځايونه يې له شينوالی څخه ډک دی . په دغه ځای کې هوا ډيره پاکه ده او چاپيريال ډير أرام ښکاری .

د چين د نړيوال سيلانی اداری وياندې وانګ يوان وويل ___اواز___

سيلانيان بايد له لرګيو څخه په جوړو شويو هغو کوچينيو بيړيو په سيند کې د دواړو غاړو ښکليو منظرو سيل وکړی چې موتور پکې نه شته ، بيړی د پړيو او د بانکس لښتو له لاری پرمختګ کوي . سيلانيان په بيړيو کې له ښکليو منظرو څخه د خوند اخيستلو په همدې وخت کې له طعبيت سره نژدی اړيکی ټينګولای شي .

په حقيقت کې لا د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې د يانځه سيند د دريو تنګيو د اوبو لګولو پروژی د جوړولو سره دری تنګی ډير نامتو شول ، زيات شمېر بهرنی سيلانيان دريو تنګيو ته سفرونه کړی وو . په ٢٠٠٥ کال دوه لکه تنه بهرنيو سيلانيانو دريو تنګيو ته ولاړل او دری تنګی د بهرنيو سيلانيانو د سفرونو مهم هدف ګرزيدلی دی .

د چين د نړيوالې سيلانۍ اداری د ترافيکی چارو څانګی کارکوونکی ښاغلی هوانګ جي وويل د دريو تنګيو د اوبو سطحې په لوړتيا سره نور زيات بهرني سيلانيان غواړی چې په دوبی کې يانځه سيند ته سفر وکړي . هغه وويل ___اواز____

مونږ د بهرنيو سيلانيانو لپاره دغه پروګرام ترتيب کړی چې د بيړيو په وسئله د چونګ چينګ له ښار څخه د يی چانګ تر ښار پوری سفر کوي چې د سيند په دواړو غاړو کې منظرې د دوی ډيرې خوښې دي .

اوس د يانځه سيند دری تنګی د اوبو زيرمه کولو په حال کې دی . په ٢٠٠٩ کال به د دريو تنګيو د اوبو لګولو پروژی د پوره بشپړتيا په وخت کې د دريو تنګيو د اوبو سطحه يو سل پنځه اوياوو مترو ته ورسيږي ، په هغه وخت کې به د دريو تنګيو منظرې لا نورې هم ښکلی شي . ____اواز___

درانو اوريدونکو ، همدااوس مو د بيړيو د چلونکو غږونه واوريدل . د دغو غږونو په اوريدلو سره چين ته د سفر نننې پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي .