د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د صدراعظم مرستيال خوی ليانګ يو په دی وروستيو ورځو کی د هيواد په جنوب کی د سيلابونو پر ضد د ژغورنې د کارونو د لارښوونې په ترڅ کی په دی ټينګار وکړ چی ټولی اړوندې سيمی بايد ژر ترژره په توليدی فعاليتونو بيا پيل وکړی چی خپل ټاټوبی بيا سمسور کړای شی .
ښاغلی خوی ليانګ يو د چين په جنوب کی د ګوانګ دونګ او ګوانګ سی په سيمو کی د مصيبتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل ، او له مصيبت ځپلو وګړو څخه يی کتنه وکړه .