د سين هوااژانس د خبر له مخې : د ناتوبلاک سرمنشی جاپ دی هوپ شيفر چې اوس په افغانستان کې په خپل سفر بوخت دی ، د جولای په شلمه نېټه په کابل کې وويل ناتوبلاک به د امنيت د ښه والی لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي او له نړيوالی ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد نور زيات ملاتړ وکړي .
نوموړي په همدې ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره په ګډه مطبوعاتی غونډه کې وويل دغه هېواد د مخدره توکيو د قاچاق ، ترهګرۍ او اداری فساد په ګډون له زياتو مسئلو سره مخامخ دی ، ناتو بلاک به د دغو مسئلو د حل و فصل لپاره د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي . هغه له نړيوالی ټولنی څخه دا غوښتنه هم کړی چې افغانستان ته په درنه سترګه وګوري او له دغه هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي .
هغه زياته کړه چې د روان کال تر پايه به په افغانستان کې د ناتو تړون د سرتيريو شمېر شلو زرو تنو ته ورسيږي .