<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-21 15:21:46    
د چين په وو شی ښار کی د يوې نومی اوپرا د يوې نامسلکي ډلې په اړه معلومات

cri

د يوې نومی اوپرا چې د چين په جنوب ختيځ د جه جيانګ او جيانګ سو په ولايتونو کی مروجه ده او په هېواد کی ډېر مينه وال لری، د جولای په مياشت کی خبريالې د چين په جنوب ختيځ د جيانګ سو ولايت په وو شی ښار کی د يوې اوپرا سره د خلکو ډيره مينه احساس کړې ده

په وو شی ښار کی د شی هوی په نامه باغ د دغه ښار د حکومت لخوا جوړ شوی لوی باغ دی چې پراخوالی يی پنځه څلويښت هيکتاره دی . په دغه باغ کی ښکلی منظرې او ډېر ښاريان دلته لوبې او ساتيری کوی.

د زياتو سيل کوونکو لخوا جوړه شوی کړۍ د خبريالې د پاملرنې وړ وه، نو هلته لاړه او و يي ليدل چې د يوې اوپرا د يوې نامسلکي ډلې غړيو ننداره کوله او شاوخوا يی څو سوه مينه والو يوه کړۍ جوړه کړی وه او کله کله يی په تودو چکچکو لمانځل. ميرمن نی چه له دغو نندارچيانو څخه ده او د يوې مياشتې راپدې خوا يي د دوی ننداره کړې، خبريالې ته يي وويل--------------( اواز١)

د ماشومتوب له مودې راهيسی می له يوې اوپرا سره مينه درلوده. زما په نظر د دوی ننداره ډېره خوندوره او زړه راوړونکې ده او مونږ د دوی د نندارې هر کلی کوو.

نندارچيان عمر خوړونکي ښځې دي او نندارې ته يي ډېر کوشش کړې، که څه هم هوا توده وه، خو دوی لا هم په پاملرنې سره ننداره کوله او د يوې برخې له پای ته رسيدو وروسته يي لږه شيبه تفريح وکړه .

د دغې ډلې ډايريکترې ميرمن جو شياو فانګ خبريالې ته وويل څرنګه چې اوس په وو شی ښار کی ډيرې زياتې زړې ودانۍ ويجاړې شوي او زاړه اوسيدونکي يي نويو ليري ځايونو ته ليږدېدلی دی، نو د اوپرا کتلو لپاره له ستونزو سره مخامخ دي . هغې وويل-----------------( اواز٢)

پر دې سر بيره چې د زړو کسانو په مرکز کی وړيا ننداره کوو، مونږ هم د جمعی، شنبی او يکشنبی په ورځو په دغه باغ کې ننداره او د دوی هر کلی تر لاسه کوو.که څه هم مونږ هېڅ ګټه نه لرو، خو د ليدونکو تودې چکچکې زمونږ لپاره تر ټولو ښه تشويق او هڅونه ده .

د ميرمن جو شياو فانګ د پېژندنې له مخی دغه ډله لسګونه کلونه وړاندی جوړه شوه. په دې ترڅ کی يي ډېرې ستونزی ليري کړې او د زياتو مينه والو پاملرنه يي هم تر لاسه کړه. په پيل کی يی يوازی د ساز د نشتوالي په حال کې د يوې اوپرا د مهمې او جالبې برخې ننداره کوله، خو اوس د يوې اوپرا ټولې برخې ترسره کولی شي . ډېرې لوبغاړې بوختی دي او له کار وروسته په ننداره کی ګډون کوی ، نو دوی ډېرې ستړې دی . سره له دې چه د بيلا بيلو لهجو له امله د ځينو لوبغاړو تلفظ سم نه دی، خو دوی لا هم د زياتو ستونزو په ليري کولو سره په ننداره کې ګډون کوي

ميرمن جو وويل-----------( اواز٣ )

په داسي حال کې چې زمونږ ډله نامسلکی ده او نندارې يي وړيا دي او د اوپرا ځانګړي کالی مو هم پخپلو پيسو اخيستل شوي دي ، مونږ لا هم ډير خوشحاله يو ځکه چه له يوې اوپرا سره ډيره مينه لرو او د نندارچيانو هر کلی او ملاتړ مو تر لاسه کړيدی . برسيره پردې د ډلې ټول غړي هم يو له بل سره مرسته کوي .

د دغې ډلې ساز وهونکي جوانګ چه د وو شي د يوې اوپرا له رسمي ډلې څخه تقاعد شوی، خبريالې ته وويل زمونږ ډله په وو شی کی د يوې اوپرا لومړی ولسي ډله ده . اوه يا اته کاله کيږي چې په دغه ډله کی شامل شوی يم . په تيرو کلونو کی د ډلې ټولو غړيو ډېر کوششونه کړی او زيات برياليتوبونه يی هم تر لاسه کړی دی.

ميرمن جو شياو فانګ زياته کړه چې د يوې اوپرا ننداره نه يوازی د دې مينه ده، بلکی د نندارې په ترڅ کی يی د ژوند اصول هم زده کړيدي . که څه هم هغه شپږدېرش کلنه ده او واده يي نه دی کړی، خو دا هيڅ د يوازيتوب او ګوښه والي احساس نه کوی ځکه په ژوند کی يی د يوې نومی اوپرا شته .