<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-21 15:43:47    
تقاعد شوې سر روغتيا پاله سی کون فان

cri

ميرمن سي کون فان چه اتلس کاله مخکې د بېجينګ د چاو يانګ روغتون د رنځورپالنې له دندې څخه تقاعد شوې، د خپل کور د اوسيدو په سيمې کې د سپين ږيرو او سپين سرو لپاره خپلو خدمتونو ته دوام ورکوي او د ګڼ شمير زړو کسانو درناوي يې لاس ته راوړي .

ميرمن سي د دريو روغتونونو د لوړ معاش له منلو څخه ډډه وکړه او له تقاعد وروسته په دوهمه ورځ د خپل کور د اوسېدو سيمې ته ولاړه او مشر ته يې وويل زه د چاو يانګ روغتون څخه تقاعد شوې رنځورپاله يم او غواړم چې د سيمې شاو خوا سپين ږيرو او سپين سرو ناروغانو ته وړيا خدمتونه وکړم.

د سيمې د مشر د منلو وروسته ميرمن سي د بايسکل په وسيلی په سيمه کې د درې ورځني څارنې په بهير کې له ٢٩ هغو سپين ږيرو او سپين سرو څخه چه اولادونه نه لری او عمر يي له ٦٣ څخه تر ٩٣ کالو پورې دی ، پوښتنې وکړي او و يي ليدل چه دوي ټول ډول ډول ناروغۍ لری .

دې د دغو سپين ږيرو او سپين سرو لپاره د ناروغيو سندونه جوړ او هره ورځ د دوی لپاره د وينې د فشار اندازه او پيچکاری کوله او ډاکټر يې راغوښت.

د ١٨ کلونو راهيسی ميرمن سي دغو خلکو ته ٧٦٠٠ کورنی خدمتونه کړی او په خپلو پيسو سره يې پنځو تنو تقاعد شويو سپين ږيرو او سپين سرو ته د طبابتو لګښت برابر کړی دی.

٧٦ کلن سي کون فان د ماشومتوب په وخت کې دا هيله درلوده چې يوه روغتيا پاله

وګرځی.د روغتيا پالۍ په ښونځی کې د زده کړو په بهير کې يې د تيان جين ښار د امريکا د تيری پر ضد د ديموکراتيکې کوريا سره د مرستې لپاره د تيان جين ښار په طبی ټيم کې ګډون وکړ. ورپسی يې په ٣٧ کلونو کې په بېلا بېلو روغتونونو کې د سر روغتيا پالې دنده پر غاړه اخيستی او د روغتيا پالۍ سره صليب د نيوالې ټولنې ستره جايزه يعنی د نېتينګال جايزه يې تر لاسه کړی ده.

شپږ کاله مخکې ميرمن سي د هغو سپين سرو لپاره چې اولادونه يې لږ وخت تر څنګ پاتی يا خاوند يې مړ شوی، د بی کسو خوېندو ترمنځ د متقابلی مرستې ټولنه جوړه کړه چې دوی کله نا کله سره يو ځای خبری کوی،سندرې وايي او لوبې کوی. که څوک ناروغ شی، نورې سپين سری خونېدې به د هغې پوښتنې او کتنې وکړي.

کله چې ميرمن سي بستری شوه،١٣٠ تنو سپين ږيرو او سپين سرو له دې څخه ليدنه وکړه.

اوس سي کون فان لا هم په هره مياشت کې له ٩ تنو سپين ږيرو او سپين سرو څخه کتنه کوی. دې وويل په تيرو وختونو کې مې هره ورځ په بايسکل سره له ٩ تنو څخه کتنه او هغو ته خدمت کاوه. خو اوس زما روغتيا ښه نه ده نو زه به له داوطلبانو څخه د خدمتونو غوښتنه وکړم چې دوی ته خدمتونه وکړي.

تېر کال د روغتيا پالۍ په ورځ د ميرمن سی کون فان د اوسيدو په سيمه کې د دې په نوم له سپين ږيرو او سپين سرو سره مرستو يو مرکز جوړ شو او د خدمتونو لپاره يو ځانګړی تليفون نصب شويدی.د ميرمن سی تر اغېرو لاندی تر اوسه ١٦٠ تنه اوطلبان په دغه مرکز کې کار کوی چې پکې تر ټولو مشر ٨٧ کلن او تر ټولو کوچنی ١٩ کلن دی.