<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-21 18:26:30    
په بيجينګ كې د المپيك د لوبو د ترسره كيدو لپاره د فرانسوي زده كوونكو ليوالتيا:

cri

درنو اوريدونکو په سلامونو مو ستايم هيله ده چې روغ جوړ او خوښ اوسی،بهرنيان په چين کې د برخې لپاره مو نن د ځينو فرانسوي زده کوونکيو په هکله يو څه معلومات راغونډ کړي چې اوس دلته په بيجينګ کې د زده کړو تر څنګ يو شمير نورې مختلفې دندې هم پر مخ بيايي،که څه هم په چين کې ددوي زيات وخت په زده کړو تيريږي ،خو تر څنګ يې د چيني کلتور سره هم ډيره مينه لري ،سره لدې چې د ويلو لپاره لا زياتې او کافي تجربې نلري، دوي اوس په چين کې کار او ژوند کوي،او په بيجينګ کې د المپيک د راتلونکو لوبو لپاره په ډير شوق او خوښۍ سره د کارونو تيارۍ نيسي،

زياتره هغه کسان چې نوي چين ته راځي او يا هم له څه مودې پخوا څخه دلته په چين کې وه د دا شان ټولنيزو چارو د پرمخبيولو سره مينه لري.

ددوی په ډله کې يوه نجلۍ هم شته چې انابيلي سبلون نوميږي،دې شاوخوا اووه کاله وړاندې د چيني ژبې په زده کړو پيل کړی،چې په دې موده کې يې اووه ځله چين ته سفرونه هم کړيدي، په بيجينګ کې د ليدو وړ زياتره ځايونو ته تللې،او په کافي اندازه بلد تيا ورسره لري،او تل د دې هيواد د لويو او مشهورو ځايونو په اړه حيرانووکې کيسې کوي،ددې په وينا له چين سره ددې دبلديدو له مودې راهيسې يې په ژوند کې ستر بدلون رامنځ ته شويدي، نوموړې وايي ددې په آند د هرې ورځې په تيريدو سره د بيجينګ ښار په بيلابيلو برخو کې ژور بدلونونه تر سترګو کيږي،(د المپيک د لوبو په رانږدې کيدو سره د بيجينګ په واټونو، ودانيو او نورو ګڼو برخو کې نوي نوي شيان تر سترګو کيږي، ).

انابيلي وايي په خوښۍ سره بايد ووايم چې پدې بهير کې په يو شي کې بدلون ندي راغلی،چې هغه چيني خوراکونه دي ،ځکه زه تل له بيلابيل ډولونو چيني خوړو سره ځانګړې مينه لرم. سبلون انابيلي د چيني ژبې له زده کړې او ليک لوست څخه خوند اخلي ، په تيره بيا هغه څه چې پخپل لاس يې ليکي،نوموړې اوس په لازمه اندازه له بيجينګ او پدغه ښار کې له ژوند سره بلده شوې ده،او زياتره وخت په دغه لوي او نړيوال ښار کې بدلونونو ،او پدي هکله د خلکو عکس العملونو ته پام کوي،

ددې ډلې يو بل تن جوناس ډود يت نوميږي چې په ١٩٨١ کال کې زيږدلی، ده په خندا سره وويل چې د چرګ په کال زيږدلی دي،په دې هکله ځکه خاندي چې دا خبره يې په چين کې زده کړې ده،نوموړي د لمړي ځل لپاره د چيني ژبې لوست په پاريس کې پيل کړ، چې هغه مهال يې يواځې شپاړس کاله عمر درلود، دجوناس چيني نوم لين مياو دی، چې دغه نوم د لرګي او اوبو څخه جوړ شوي يو ګډ يا مرکب نوم دي،دده په وينا دغه دوه کرکترونه په چين کې ډير استعماليږي، ده د دغه نوم د غوره کولو په هکله وويل چې اوبه او لرګی دواړه د طبيعت مهم توکي دي ،او دا هغه څه وه چې دده ډير خوښيږي،

ډوديت لمړی ځل په ١٩٩٧ کال کې چين ته سفر کړي وو،چې هغه مهال يې له ځينو ښکلو ښارونو لکه شانګهاي او سوزهو څخه ليدنه کړې وه،وروسته تر هغه نوموړي د نانجينګ په ښار کې له يوې عادي چيني کورنۍ سره ژوند پيل کړ،او څو مياشتې يې ورسره تيرې کړې، چې له هغوي سره د ژوند کولو څخه ډيرې ښې خاطرې لري، هغه کورنۍ چې دی ورسره اوسيده د (هو) کورنۍ وه او له دوي سره د ډوديت د اوسيدو پر مهال د کورنۍ مشرانو ده ته زوی ويلي وه ،او ده هم د کورنۍ مشرانو ته هو پلار او هو موری غږ کاوه،مطلب دا چې ده هم ددغې کورنۍ مشران د خپل مور او پلار په شان ګڼل،

په چين کې د ده د خوښې خواړه هيواينګ او ماليګينه هيلۍ دي،او تل يې خوري. بيجينګ ته د نوموړي دا لمړي سفر دی،چې له راتګ سره سم يې له دغه ښار او په زړه پوري لرغوني کلتورونو سره مينه پيدا شوه،او تل غواړي چې د پخوانيو چينايانو په هکله کيسې او کتابونه ولولي، او د تا نګ او سونګ له شاعرۍ څخه يې ډېر څه ترلاسه کړي دي.

ډوديت د چين له زياتو تاريخي او لرغونو ځايونو څخه ليدنه کړې،د بيلګې په توګه ډالي، يليجيانګ،او دکونمينګ ډبرين ځنګله ته تللی دی،

ددوي دريم او تر دوی څخه په عمر مشر فابريس هالم هم په ډېره ښه چينايي لهجه خبرې کولای شي،او په چيني ژبه د خبرو کولو کچه يې روان حالت ته نږدې شويده، هغه اته کاله وړاندې د بيجينګ د اقتصاد او سوداګرۍ په پوهنتون کې خپلې زده کړې پيل کړې،او وروسته تر هغه يې له سينهوا خبري آژانس سره خپله همکاري پيل کړه، د يادولو وړ ده چې نوموړي له يوې چيني ميرمنې سره واده کړی دی،او اوس د خپلې ډاکترۍ د اخيستلو لپاره په زده کړو بوخت دی.

دی وايي چې له چينايي همکارانو سره کار کول ډير خوښوي،او په يوه ډېره ښه او د صميمت څخه په ډکه فضا کې خپلې چارې پر مخ بيايي،

دغو درې واړو فرانسويانو وويل ،هيله لري چې د ٢٠١٢ کال المپيک لوبې په پاريس کې تر سره شي، فابريس هالم د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبو لپاره خپله خوشبيني څرګنده کړه،او وايي چې د المپيک لوبې د فرانسې او چين دواړو هيوادونو لپاره زيات اهميت لري، او فرانسه به زياتې هڅې وکړي تر څو پدې بريالۍ شي چې په راتلونکي کې په هغه هيواد کې د المپيک د لوبو د ترسره کولو لپاره چانس تر لاسه کړي، خو اوس به دوي په چين کې د المپيک له لوبو څخه خوند واخلي.