<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-22 19:15:24    
د چين د جيا شينګ ښار د مدنی او غنی کورنی د ټولټاکنی عمليات

cri

د چين د جه جيانګ ولايت د جيا شينګ ښار د شيو جو ښاری سيمې د وانګ ديان جن علاقه داری له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه پوری په خپل علاقه دارۍ کی د مدنی او غنی کورنی د ټولټاکنی عمليات کوی . دغې علاقه دارۍ د دغو عملياتو له لارې د خلکو د مدنی ژوند د جوړولو لپاره نوی لاری چاری پيدا کړې .

دغه عمليات له پخوانيو ټولټاکنيو سره يو شان نه دی چې هر يو اوسيدونکی په دغو ټولټاکنو کی انتخابی حق لری . د مدنی او غنی کانديدی کورنی لست د اوسيدونکو له خوا وړاندی شوی او پکی غوره کورنی د اکثريت اوسيدونکو له خوا وټاکل شوې . دغه مدنی او غنی کورنی بايد په ژوند کی نه يوازی د خپلو سپين سرو او سپين ږيرړ درناوی وکړی او له خپلو ماشومانو سره مينه ولری ، بلکی په کليو کې نورو سپين سرو او سپين ږيرو ته هم احترام او له ټولو ماشومانو سره مينه و لری . بره سيره پردی ، دوی بايد د چاپيريال د پاکولو هڅه وکړی او د بی وزليتوب د له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړی . په کليو کې د دغو کورنيو د ټاکلو له لارې خلکو ته دا څرګنده شوی چې يوازی د دغو شرطونو د پوره کولو له لارې دوی ښه ژوند کولای شی .

د دغې علاقه دارۍ په جيان لين کلی کې د هان جي ژونګ کورنۍ شپږ غړي لري . هان جي ژونګ په تېرو ديرشو کلونو کې يو غوره ښوونکی و او ښځه يی د کلی د فرعی هنری ډله غړې ده ، د دی ترڅنګ لور او زوم يی د کلی د وړينو ښيانونو په بازار کې مدنی سوداګران دي . د ١٩٩٦ کال راهيسی ، دغه کورنۍ د خلکو د بړای

کولو په هکله د چين د حکومت د پاليسی سره سم د خپلو کوښښونو له لارې د

وړينو ښيانونو د چمتولو په چارو کې کار کوی ، دوی نه يوازی خپلو کورنيو ته پانګی تر لاسه کوی . بلکی په کلی کې د دې کار د تر سره کولو په موخه له نورو کورنيو سره هم مرسته کوی . نو له دې امله ، د ښاغلی هان کورنی په مسلسلو دوو کلونو کې د مدنی او غنی کورنۍ په توګه ټاکل شوې ده . اوس د هان جي شيانګ د کورنی په شان د غوره کورنيو شمېر دوه سوو ته رسيږی .

په وانګ ديان علاقه دارۍ کی هغه مدنی او غنی کورنی چې د اوسيدونکو له خوا ټاکل شوی د خلکو ملاتړ او اعبتار تر لاسه کړ . شا و خوا ګاونډيان تل د کتابونو او ورځپاڼو لوستلو او خبرو کولو لپاره دغو کورنيو ته ورځی .د علاقه دارۍ حکومت د دغو کورنيو له لارې لا زياتو کورنيو ته پاملرنه کوی او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره ورسره مرسته کوی. دغه مدنی او غنی کورنی په نويو حالاتو کې د کليوالو د خلکو تازه سرمشق ګرځيدلي .

د وانګ ديان علاقه دارۍ مشر وانګ يونګ هوا په دی هکله وويل : اوس په علاقه داری کې مدنی او بړای کورنۍ خلکو ته د پاليسی د تبليغولو ، د ښوونې د تر سره کولو او خدمتونو د ورکولو يوه مهمه لاره ده . په تېر کال کې دغه علاقه داری د دغو کورنيو له لارې څه دپاسه شپږ څلويښت ارزښتناک وړانديزونه تر لاسه کړل او ور سره سم يی د يو شمېر خلکو ستونزې له منځه وړی او ټولنې ته يی ښه خدمتونه تر سره کړی دی .

د دې تر څنګ دغه کورنی هر کال له علاقه دارۍ څخه جايزه تر لاسه کوی . لکه چې هر کال هغه کورنی چې په علاقه دارۍ کې د مدنی او غنی کورنۍ په توګه ټاکل کېږی نه يوازی په وړيا توګه يو شمېر کتابونه او ورځپاڼی تر لاسه کوی ،

بلکی د پنځوس زرو يوانو هغه پور هم تر لاسه کولای شی چې ګټې يی ټيټ دی. د دغو عملياتو له امله دغه مدنی او غنی کورني لا زيات مسؤليت احساسوی .