<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-23 18:26:19    
د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم سندرغاړی روزاموتی له خوا ويل شوی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د مشهور سندرغاړی روزاموتی له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د روزاموتی له خوا ويل شوی يوه ويغوری سندره واوريده چی نوم يی دی د يو ډک ګيلاس شراب٠ روزاموتی د چين د ملی مرکز د سندرو ويلو او د نڅا کولو ډلی يواځينۍ سندرغاړی دی٠ هغه د شينجيانګ د وروموچی په ښار کی زېږېدلی دی او د ماشومتوب په موده کی يی د سندرو د ويلو او د نڅا له کولو سره مينه درلوده٠ په ١٩٨٥ کال کی هغه د شانګهای د موسيقی په پوهنتون کی د سندرو ويلو زده کړې وکړې٠ له فراغت وروسته هغه بېرته شينجيانګ ته راستون شو او د وروموچی د سندرو ويلو او نڅا کولو په ډله کی يی ګډون وکړ، په ١٩٩٧ کال کی يی د چين د مرکز د سندرو ويلو او نڅا کولو په ډله کی يواځينۍ سندرغاړی وګرځيد ٠

( سندره ٢)

ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د روزاموتی له خوا ويل شوی يوه قزاقی سندره واوريده چی نوم يی دی يو ښکلی سور ګل ٠ روزاموتی په وروموچی کی د چين د مشهور سندرو جوړونکی وانګ لو بين له خوا اصلاح شوې ډېر شمېر سندری

ويلي چی په چين کی په پراخه توګه خپرې شوی ٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د وانګ لو بين له خوا اصلاح شوی يوه ويغوری سندره واورو چی نوم يی دی چيرته ده زما نجلۍ٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!