<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-23 18:34:11    
د مريخ د پيژندنې او څيړنې نوي څپه

cri

د ٢٠٠٣ کال د اګست په ٢٨ نېټه مريخ د ځمکې سره پنځه پنځوس مليونه اوه لکه شپږ پنځوس زره کيلو متره فاصله درلوده چی دا مسافه د اوه پنځوسو زرو کالو راهيسی ډېره نژدي فاصله وه٠ نو عالمانو او نجوم مينه والو ته د دی ستوري د څيړني لپاره ډېر ښه فرصت برابر شوی او په ټوله نړۍ کی د مريخ د څيړنې نوي څپه رامنځته شويده٠

دلته لومړي په تېره پيړۍ کي د مريخ د پيژندنې او څيړني په برخه کی د انسانانو کوششونه رايادوو٠ د وروستيو څلويښتو کالو راهيسی د مريخ د پيژندنې او څيړنې لپاره دري ځله څپې راغلي دي چی لومړي څپه يی د تېرې پيړۍ د شپږمې لسيزې له پاي نه د اومي لسيزې تر نيمايی پوري وه او په دې موده کی د سپوږمۍ وروسته مريخ د پخواني شوروي اتحاد او امريکا ترمنځ د کيهاني مسابقې لپاره ډېر ښه جنګي ميدان بلل کيده، نو د مريخ د پيژندنې او څيړنې پلانونه د نظامي رقابت لپاره ټاکل شوي وو٠ دوهمه څپه يی تر هغه وخت وروسته رامنځته شويده چی په ١٩٩٧ کال کی د امريکا د مريخ اکتشافي د ستګاه د مريخ په سطحې باندي ښکته شوه٠ د پخواني شوروي اتحاد منحليدو او په ختيځه اروپا کی د ستر بدلون له امله د سړې جګړې په موده کی نظامي سيالي پای ته ورسيده او علمي څيړنې لږ تر لږه له سياسي بنديز څخه خلاص شوې٠ په عين وخت کی له دی امله چی د سړې جګړې په موده کی د مريخ په اړه زيات شمېر علمي معلومات د انسان تر کنترول لاندي وو، نو په دي موده کی په علمي ټولنه کی د مريخ نوره پوره پيژندنه او څيړنه د عمده دندې په حيث وګڼل شوه٠ بر سيره پر دې په همدی موده کی د انترنيت د تعميم له کبله د انترنيت په استعمالوونکو په تېره بيا ځوانانو کی د مريخ مينه وال را پيدا شويدي٠

د مريخ د پيژندنې او څيړنې وروستي څپه په داسي حال کی راپارول شويده چی د ٢٠٠٣ کال د اګست په ٢٨ نېټه د مريخ او ځمکې ترمنځ فاصله ډېره لنډه شوه ٠ د علمې څېړنې له نظره د مريخ د څېړونکي د ستګاه د ويشتلو لپاره ډېر مناسبت وخت و٠ که علمي څېړنې دا حقيقت ثابت کړي چی په مريخ کی په يوه موده کی هوا معتدله او لنده وه او وروسته په يوه بيابان بدل شو، نو انسانان بايد له ځانه پوښتنه وکړي چی د چاپيريال د پر له پسې خرابوالي او د نفوسو د ډېر زياتوالې په اثر به زمونږ ځمکه هم په مريخ بدل شي که نه؟ ښايی چی يوه ورځ انسان يو بل کور پيدا کړي، نو مريخ زمونږ مناسب نوي کور ندي؟ دا هم د مريخ د څېړنې هدف دی٠