د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين لوبغاړيو په سيمه ايز وخت د جولای په ٢٣ نيټه د کرواتيا په پلازمينه زاګريب کی د نښی ويشتلود٤٩ مې نړيوالی اتلولۍ په لومړی ورځ خپله لوړه سويه او غوره مهارت څرګند کړ او د همدی ورځې له ٦ طلايی مډالونو څخه يی ٥ ترلاسه کړی . د لسو مترو په واټن د نارينه وولخوا د بادی توپنچو په دغو ٦ لوبو کی د اولمپيک له لوبو څخه يوازنی لوبه ده او د چين لوبغاړی پانګ وی د دی لوبی اتل شو .
د ١٠٧ هيوادونو او سيمو لوبغاړيو په روانه نړيواله اتلولۍ کی برخه اخيستی چی په سيمه ايز وخت د اګيسټ په ٦ مه نيټه به پای ته ورسيږې .