<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-24 18:57:56    
سندرغاړی چن بای چيوان د سندرو ويلو په برخه کښی د خپل هدف د ترسره کولو لپاره کوښښونه کوی

cri

د چين د شينجيانګ ډير ښکلی منظرې د خوندورو ولسی موزيکونو سرچينې دی٠ پخوا په شينجيانګ کښی يو ډير وتلی سندرغاړی چې وانګ لوه بين ونوميده موجود و چې د چين د لويديځو سيمو او په تيره بيا د شينجيانګ د سندرو ويلو په برخه کښی يې ډير شهرت درلود٠ د شينجيانګ ځينی ولسی سندرې پخوا يوازی په خپله سيمه کښی رواج وې، خو د وانګ لوه بين لخوا له اصلاح او بيا جوړونې وروسته اوس په ټوله نړۍ کښی اوريدل کيږی٠ وانګ لوه بين د ژوند په وخت کښی زيات شاګردان درلودل چې دوی د موزيکونو او سندرو ليکلو او ويلو په برخه کښی لوی لاس لری٠ د شيجيانګ اوسنی مشهور سندرغاړی چن بای چيوان د هغه وروستی شاګرد دی او د سندرو ليکلو او ويلو په برخه کښی ستر هدف لری٠

( سندره ) سندرغاړی چن بای چيوان اوس په شينجيانګ کښی د يوې راډيو د موسيقی پروګرام منتظم دی٠ هغه په ١٩٧١ کال کښی د شينجيانګ د بورتالا د مغول قوم په خپلواکه لويه ولسوالۍ کښی وزيږيده او له کوچنيوالی څخه يې له راډيو څخه د موزيکونواو سندرو له اوريدو سره ډيره مينه درلوده٠ کله چې لس کلن شو، د کال په دوبنی رخصتۍ کښی هغه د خپلو جسمی کارونو له لاری په ترلاسه شويو پيسو يو ګيتار واخيست او وروسته يې هره ورځ د زده کړو په فارغ وخت کښی ګيتار غږاوه ٠

خو په هغه وخت کښی شينجيانګيانو ګيتار نشو منلای او د چن بای چيوان پلار او مور هم د ده لخوا د ګيتار غږولو مخنيوۍ کاوه او حتی يوه ورځ يې په قهر سره د ده ګيتار مات کړی و٠ نو له دې امله پنځلس کلن چن بای چيوان له کور څخه ووت او د پرديسۍ په ازاد ژوند يې پيل وکړ٠

د پرديسۍ په ورځو کښی چن بای چيوان له يوه هغه قزاقی سپين ږيری سره اشنا شو چې د تنبورې په غږولو سره يې څاروی څرول٠ د تنبورې غږ د چن بای چيوان زړه ورپاوه، نو هغه هره ورځ له سپين ږيری سره يو ځای د سيليم جهيل په ساحل کی څاروی څرول او په دغه موده کښی يې د قومی دودونو او ولسی موزيکونو په هکله زيات معلومات ترلاسه کړل٠ د سيليم جهيل په ساحل کښی هغه له ښکلی قزاقی نجلۍ ورينا سره هم اشا شو چې هره ورځ به د څارويو د څرولو په ترڅ کښی چن بای چيوان ګيتار غږاوه او ورينا خوږې سندرې وويلې٠ چن بای چيوان د نجلۍ لپاره يوه سندره هم وليکله چې عنوان يې دی << د سيليم عشقی سندره >>٠

( سندره ) د ورينا په نظر، دا د خواشينی ځای دی چې دومره خوندوره سندره يوازی په لوړو غرونو، د جهيل په غاړه او صحرا کښی ويل کيږی٠ نو هغې چن بای چيوان وهڅاوه چې له څړځايونو څخه ووځی او د شينجيانګ خواږه ولسی موزيکونه نورو ځايونو ته يوسی ٠ نو چن بای چيوان د ګيتار په وړلو سره د سيليم جهيل له ساحل څخه وروموچی ته ورسيد٠ هغه وويل :

( اواز ) هغه کال زه اوولس کلن وم او د سندرې او نڅا په يوه سالون کښی می سندرې وويلې، خو ما يوازی ولسی سندرې ويلای شوې، ځکه چې په هغه وخت کښی د شينجيانګ ولسی سندرو په ښارونو کښی مينه وال نه درلودل ٠ خو د خپل ژوند لپاره ما مجبورأ د اوريدونکيو د اړتياوو له مخی سندرې وويلې٠ٌ

يوې ميرمن چې کله نا کله به د سندرې او نڅا سالون ته ورتله، د چن بای چيوان له هنری استعداد سره يې مينه درلودله او هغه يې له مشهور سپين ږيری سندرغاړی وانګ لوه بين سره اشنا کړ٠ په ١٩٩٣ کال کښی چن بای چيوان د پخپله ليکل شويو دوو سندرو په وړلو سره د وانګ لوه بين کور ته لاړ٠ وانګ لوه بين د پيانو په وسيله د ده د موزيکونو له غږولو نه وروسته په خوښۍ سره وويل : افرين ! افرين !

( سندره ) وانګ لوه بين د چن بای چيوان د هنری استعداد لوړه ستاينه وکړه او په درو کلونو کښی يې هغه ته د موزيکونو ليکلو او سندرو ويلو مهارت او خپلې تجربې ورزده کړې٠ په همدې موده کښی چن بای چيوان له نورو مشهورو سندرغاړو او ليکوونکيو څخه هم زده کړې وکړې او زيات برياليتوبونه يې ترلاسه کړل٠

په ١٩٩٦ کال کښی سپين ږيری سندرغاړی وانګ لوه بين په شانګهای کښی د موزيکونو او سندرو د يوه کنسرت جوړولو په هکله پلان درلود او ويې غوښتل چې له چن بای چيوان سره يو ځای شانګهای ته ولاړ شی٠ خو وانګ لوه بين د خپل پلان له ترسره کولو نه مخکښی مړ شو٠ ورپسی چن بای چيوان بيجينګ ته راورسيده او د ګرامافون د کستونو د جوړولو په يوه شرکت کښی يې د منځګړی په توګه د موسيقو معلومات وڅيړل٠

( سندره ) که څه هم سپين ږيری وانګ لوه بين له دې دنيا څخه لاړ، خو لا هم د چن بای چيوان په زړه کښی ژوندی دی٠ چن بای چيوان د وانګ لوه بين په اړوند څه دپاسه لس سندرې اصلاح کړی او د وانګ لوه بين ډير مشهور موزيکونه او سندرې به د ده د شاګرد چن بای چيوان د بيا جوړولو له لاری د تل لپاره خوله په خوله وګرځی٠

ګرانو دوستانو، اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه وکړو چې سندرغاړی د چا شاګرد دی؟ هيله ده چه تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی! مننه !