<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-24 19:06:18    
د روان کال په لومړی نيمايی کې د چين د اقتصاد پرمختيا کلنۍ زياتوالی په سلو کې ١٠ عشاريه ٩ و

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د جولای په ١٨ نيټه په بيجينګ کې د چين د احمايې ادارې د تازه شميرنې له مخې د روان کال په لومړی نيمايی کې د چين د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د تير کال د همدی مودې په پرتله په سلو کې ١٠ عشاريه ٩ زيات شوی دی .خو ايا دغه زياتوالی وساتل شی او چين به د اقتصاد د برابر پرمختګ د پرمخبيولو لپاره د تنظيمولو تدبيرونه پلی کړي ؟د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د کال د لومړی نيمايی کې د اقتصادی پرمختګ په باب يو څه معلومات وړاندی کړو.

د چين د شميرنې ادارې د جولای په ١٨ نېټه يو څه مهم معلومات هم خپاره کړي چې د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت له زياتوالی سره اړيکی لري .د کال په لومړی نيمايی کې د چين د غير منقولو شتمنيو پانګونه ،د صادراتو او وارداتو عمومی ارزښت او د اړتيا وړ شيانو د پرچون خرڅلاو عمومی ارزښت په جلا جلا توګه د تير کال د همدی مودی په پرتله په سلو کې ٢٩ عشاريه ٨ ،٢٣ عشاريه ٤ او ١٣ عشاريه ٣ زيات شوی دی .د چين اقتصادی ټولنې او حکومتی څانګو دغو معلوماتو ته ډيره پاملرنه کړی ده .

د چين د ټولنيزو علومو اکادمی د پولی څيړنې څانګې مرستيال ايی شيان ژونګ وويل (اواز.............) د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت د زياتوالی ،دغير منقولو شتمنيو د پانګونې او د بانکونو د پورونو له اندازو څخه څرګند شوی چې په چين کې د اقتصادی پرمختګ چټکتيا له حده وتلی ده .نو زما په نظر اقتصادی پرمختګ به دوام ونه کړي .

خو د چين د ټولنيزو علومو اکادۍ د اقتصاد کارپوه يوان ګانګ مينګ نظر د ښاغلی ايی له نظر سره توپيرونه لري .په دې أند دی چې د کال په لومړی نيمايی کې د اقتصاد پرمختيايی انډول د چټکتيا په همدی وخت کې د چين د اوسيدونکو د لګښتونو بيې د تير کال د همدی مودی په پرتله يوازی په سلو کې ١.٣ زياتوالی موندلی او د پيسو د پاړسوب نښه نه ده څرګنده شوې .(اواز............) داچې ايا د اقتصادی پرمختګ چټکتيا له حده وتلی ده کنه نه ؟بايد هم له نورو معلوماتو سره سم ارزونه وکړای شو مثلأ اوس په چين کې د پيسو پاړسوب نه دی رامنځته شوی او په نژدی راتلونکی کې به هم دغه حالت رامنځته نه شی او دغه راز د اړتيا وړ شيانو بيه ډيره ټيټه ده .له دغو معلوماتو سره سم په چين کې د اقتصادی پرمختګ چټکتيا له حده نه ده وتلی او د اوسنی پرمختګ پر بنسټ به د چين اقتصاد لازيات پرمختګ ومومي .

خو ښاغلی ايی دغې ارزونې ته بل شان ځواب ور کړی .هغه وويل چې د کورنيو بيه د اوسيدونکو د اړتياوړ شيانو د بيو په شميرنې کې نه شامل وو.نو د اړتيا وړ شيانو له ټيټو بيو څخه نه څرګند شوی چې په چين کې د اقتصادی پرمختګ چټکتيا له حده وتلی ده .هغه وړانديز وکړ چې د چين مرکزی بانک بايد د غير منقولو شتمنيو د پانګونې د کمولو لپاره د ګټو د زياتوالی په شمول د پورونو د تنګوالی تګلاره پلی کړي .

په همدی وخت کې د نړيوالو پانګونو ځينو بانکونو اټکل کړی چې چين به په روانی مياشتې کې د پورونو ګټې زياتې کړي .

د جولای په ١٨ نيټه د يوې مطبوعاتی مرکې په ترڅ کې د چين د شميرنې ادارې وياند ځنګ جينګ پينګ دغه خبر نه دی منلی او ويی ويل چې چين به د اړتيا په وخت کې پريکړه وکړي چې أيا د اقتصاد د چټکتيا د کنترول لپاره لازيات تدبيرونه ونيسی که نه ؟ښاغلی ځنګ وويل (اواز............) د اوسنی اقتصاد په هکله د چين ارزونه سمه ده او د اقتصاد د چټکتيا د کنترول لپاره يو لړ اغيزمن تدبيرونه ونيول شول .نو زمونږ په نظر که د عمومی اقتصاد د تګلارو د ساتلو پربنسټ د ځينو مهمو مسئلو د حل لپاره ځواکمن تدبيرونه ونيول شی او د اقتصادی ،قانونی او لازمو اداری لارو چارو په اټکا هغه نښه نه شی رامنځته کيدای چې د اقتصادی پرمختګ چټکتيا له حده ووځی او د کال په دوهمه نيمايی کې به د اقتصاد ثابت او چټک پرمختګ وساتل شی .