<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-25 16:00:22    
د لوڅو پښو اتله _ ابيبی بيکيلا

cri

که څه هم د حبشی لوبغاړې ابيبی بيکيلا په ١٩٦٠کال کی د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ماراتون لوبی اتله وه ، خو د توکيو په دغو لوبو کی د نړيوالو د پام وړ ونه ګرځيده . له يوی خوا د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی هيڅوک نه و چی د دوو ځلو لپاره يی د ماراتون د اتلولی ځای نيولی وی . له بلی خوا په همدی کال د لوبغاړې بيکيلا عمر ٣٢ کالو ته رسيدلی او نيمه مياشت دمخه يی د اپنديسيت جراحی عمليات هم ترسره شوی وو . خو بيکيلا چی په لوڅو پيښو له منډی وهلو سره عادت لری ، د ماراتون په منډه کی له سره تر پايه پوری له نورو مخکی وه او بالاخره يی د ٢ ساعتو ١٢ دقيقو او ٢ ثانيو په پوره برياليتوب سره يو ځل بيا طلايی مډال ترلاسه کړ او د اولمپيک د ماراتون په لوبو کی لومړنی لوبغاړی وه چی د دوو ځلو لپاره يی اتلولۍ وګټله .

* د اولمپيک د سپک اتلتيک په لوبو کی د بريتانيی لومړنی اتله _ ماری لاند

هان په ١٩٦٠ کال کی د روم د اولمپيک په سپورتی لوبو کی لوبغاړی ماری لاند دی ته نژدی شوی وه چی د ښځو د سپک اتلتيک په لوبو کی د بريتانيی لپاره لومړنی طلايی مډال وګټی ، خو دخواشينی وړ خبره دا وه چی که څه هم هغی د اوږد ټوپ په لمړنيو لوبو کی په بريالی توګه ٦ اعشاريه ٣٤ متره ټوپ وهلی ، خو په وروستی لوبه کی يی خپل رښتينی توان څرګند نه کړ او حتی له اتم ځای نه مخکی نه شوه .

څلور کاله وروسته ماری لاند د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ليری

ټوپ وهلو په لوبو کی د پخوانی درس دمنلو پر بنسټ له خپل سپورتی مهارت او سويی نه په ښه شان کار واخيست او د ټوپ وهلو په پنځو حرکتونو کی يی ښه برياليتوبونه ترلاسه کړل او بالاخره په پنځم حرکت کی يی د ٦ اعشاريه ٧٦ مترو په غوره برياليتوب سره اتله شوه .

 بروميل ( Brummell) _ بيا دريدلی اتل

 د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د جګ ټوپ وهلو په لوبه کی د پخوانی شوروی اتحاد لوبغاړی بروميل اتلولۍ وګټله ، خو د بدمرغۍ خبره دا وه چی يو کال وروسته هغه د يوې ترافيکی پيښې له امله ټپی شو او د مجبوريت له مخی يی له خپل ورزشی ژوند څخه لاس واخيست . کله چی بروميل له خپل ژوند او راتلونکی څخه نااميده شو ، له امريکا څخه يو مخابره شوی تلګرام هغه ته ورسيد چی ليکی : د برخليک بدلون د يو کس د ځواکمنې ارادې لپاره ازموينه ده . زه د زړه له کومی ستا څخه هيله کوم چی د سپک اتلتيک لوبځای ته بيرته راشی . د دغه پيغام ليکوونکی د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د لوړ ټوپ وهلو په لوبه کی د سپينو زرو مډال اخيستونکی امريکايی لوبغاړی توماس ؤ . په دی توګه بروميل د خپل دغه دوست او سيال د هڅونې له امله بيا په لوبځای کی راڅرګند شو .

* له نيزې سره د لوړ ټوپ وهلو لپاره يوه اوږد مهال سيالی

په ١٩٦٤ کال کی د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له نيزې سره د لوړ ټوپ وهلو سيالی له ٨ ساعتو او ٤٥ دقيقو وروسته پای ته ورسيده او د امريکا

لوبغاړی هانسن پکی اتل شو او په دغی لوبی کی د امريکا د پوره برياليتوب ريکارډ يی وساته . له دی امله چی ٣٢ تنو لوبغاړيو د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی له نيزې سره د لوړ ټوپ وهلو په سياليو کی برخه درلوده او دوی د ځواکونو او مهارتونو په برخه کی ډير زيات توپيرونه درلودل ، نو د سيالی په لومړيو اتو ساعتو کی لوبغاړی هانسن يوازی څلور ځله لوبه ترسره کړی او په نورو وختونو کی يی د نورو لوبغاړيو ننداره کوله .