<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-25 17:42:26    
د چين مشهوره فلمی هنرمنده وانګ فوو لي

cri

ګرانو اوريدونکو ، دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو هر کلی کوم ، هيله ده چه د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی .

په چين کې د فلم جوړولو په سل کلن تاريخ کې ډېرې مشهورې هنرمندانې رامنځته شوي چې وانګ فوو لي له دې ډلې څخه يوه ځلانده ستورې ده . د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د وانګ فوو لي په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

وانګ فوو لي چې اوه پنځوس کاله عمر لری ، يوه مهربانه ښځه ده او تل په تودو احساساتو سره خپل فلمی کارونه ترسره کوی پلار يي د بېجينګ اوپرا يو مينوال دی ، نو وانګ فوو لي د ماشومتوب له مودې څخه د بېجينګ اوپرا سره مينه درلوده او په يوولس کلنۍ يي د اوپراګانو په ښوونځی کې د بېجينګ اوپرا په زده کړه پيل وکړ . په زياتو اوپراګانو کې د سينګار او جامو په نندارو کې له تړاو د رول د ښکليتوب او د خپل عقل له امله زيات مينوال راجلب کړل. له دغه ښوونځی څخه له فارغيدو وروسته دا د جيانګ سوو ولايت د بېجينګ اوپرا په هنري ډله کې شامله شوه او د بېجينګ اوپرا په يوه رسمی لوبغاړې بدله شوه.

کله چه د تېری پېړۍ په اومې لسيزې کې د چين د چانګ چون د فلم جوړولو فابريکې پريکړه وکړه چه د طلايی لارې په نامه يو فلم جوړ کړي ، د زياتو کانديدانو له ډلې څخه بالاخره مېرمن وانګ ددې فلم د عمده رول په توګه وټاکله شوه . په دغه فلم کې وانګ فوو لي د خپل غوره هنری توان او استعداد له مخې ډيره کاميابه

شوه او د چين په فلمي ساحه کی يی ډير شهرت وموند او په يوې ډېرې نامتو فلمي ستورې بدله شوه . هغې وويل : ( اواز)

بېجينګ اوپرا او فلم د نندارې د هنر په تړاو ډير توپيرونه لری . د بېجينګ اوپرا لوبغاړي د ټاکل شويو مرحلو سره سم ننداره کوي . کله چه ډول او زنګ ووهل شی ، لوبغاړي بايد سمدستي په سترګو کې ځانګړي احساسات څرګند کړی . خو د فلم لوبغاړي د کمرې په وړاندي د عادي ژوند سره سم خپل رول لوبوي . نو که څه هم د طلايي لارې په نامه فلم په ټول هيواد کې د زيات شمير نندارچيانو لخوا له تود هر کلی سره مخ شو ، خو دغه برياليتوب د ډايرکتر له لارښوونې سره ډير نژدی تړاو درلود ځکه چې د فلم جوړولو په لومړي وخت کې مې خپل رول ښه ندی تر سره کړی .

وروسته وانګ فوو لي د سپين ږيري بزګر نيو باي شيوې په نامه يو بل فلم کې چه د يوه بزګر د کورني ژوندپه اړوند کيسه رول ولوباوه چې د دغه سپين ږيري بزګر د نږور رول يي ولوباوه چه طبعه يی بيخي خرابه او تنده وه . په دغه فلم کې د ګاونډيو ترمنځ د جنجال ننداره وه . مېرمن وانګ تر هغه دمخه له هيچا سره جنجال نه وو کړی . نو دا په ځانګړی توګه له کليوالي ژوند څخه د تجربو اخيستلو لپاره کلي ته لاړه چه په خپلو سترګو د ښځو ترمنځ جنجال وګوري . بالاخره مېرمن وانګ د خپلو کوښښونو له لارې په بريالی توګه دغه رول تر سره کړ او ددې ننداره د ګڼ شمير مينوالو لخوا ومنل شوه . هغې د دغه فلم له لارې د چين د بای هوا په نامه د فلومونو په اوم فيستوال کې د غوره لوبغاړې په توګه جايزه وګټله .

په ١٩٨٠ کال کې ميرمن وانګ د چين د مشهور ډايرکتر شي جين له لخوا په ډايرکت شوي فلم کې چه نوم يي د تيان يون غره قصه دی ، عمده رول ولوباوه چې

دغه فلم هم د چين د فلمونو په تاريخ کې ډير مهم ځاي نيولې دی . په دغه فلم کې د

يوې ژورې خاطرې د يادونې په مهال ميرمن وانګ وويل : ( اواز)

په دغه فلم کې زما رول يوه بې وزله ښځه وه او کله نا کله د خپل خاوند له خوا پهڅپيړې وهل کيدم . په هغه وخت کې د چين فلمی تکنالوژۍ ډېره وروسته پاتی وه ، نو د څپيړې وهلو د نندارې په وخت کې په رښتيا زما په مخ څپيړه ووهله شوه چه مخ می سمدلاسه سور شو ، خو دغه ننداره د ډايرکتر لخوا و نه منل شوه ، د دوهم ځل څپيړی وهلو په وخت کې زه بی حسه شوم.

وانګ فوو لي په فلمي ژوند کی د ډول ډول ښځو رولونه لوبولی دی . د بيلګي په توګه د لمرخاتې په نامه ډرامه کې د تيرې پيړۍ په دريمه لسيزه کې د يوې بدې ښځې رول ولوباوه چه د سګريټ څکلو اعتياد يي درلود . خو وانګ هيڅکله سګريټ نه څکوي . ددې ښځې د رول د يادونې په مهال يي وويل

د سګريټ څکلو عادت می د همدې ډرامې د نندارې له امله رامنځته شو چه دغه بد عادت د يوې لوبغاړې پوستکي ته زيان رسوي ، نو د زياتو ستونزو او مشکلاتو په ليري کولو سره می له دغه بد اعتياد څخه ځان خلاص کړ .

سره له دې چه وانګ فوو لي يوه مشهوره هنرمنده ده او په فلمي چارو کې يي ډير برياليتوبونه تر لاسه کړي دي ، خو هغه لا هم د عادی وګړو په شان ژوند کوي .