د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د چين د سپورتی چارو عمومی ادارې په بېجينګ کې په راتلونکو پنځو کلونو کې د سپورتی چارو د پرمختګ په هکله يو پلان خپور کړ. په دغه پلان کې دا موخه وړاندې شوې چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو د جوړېدو د فرصت په کارولو سره د چين د عام سپورت لپاره خدمتی سويه لوړه شی. د چين د سپورتی چارو د عمومی ادارې مشر او د چين د اولمپيک د کمېټې مشر ليو پنګ د دغه پلان د خپرولو پر وخت وويل چې چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې په تېره بيا په کليو کې د عمومی سپورتی تاسيساتو د ابادۍ لپاره زيات ځواک وکاروی او د بېجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو په شمول په مهمو نړيوالو لوبو کې به د چينی لوبغاړو له خوا د برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره به کوښښ وکړی.
|