<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-25 17:48:44    
د ديارلسو کلونو لپاره ساتل شوي نړيوال ريکارډ مات شوی دی

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسي يو راپور واوری چې سرليک يې دی د ديارلسو کلونو لپاره ساتل شوي نړيوال ريکارډ مات شوی دی ٠

د ٢٠٠٦ کال د جولای په دولسمه نېټه سهار وختي د سيوس په لوسان کې د اتلاتيک د سترې لويې جايزې د ګټلو په لوبه کې د چين ځوان لوبغاړي ليو سيانګ د دوولسو ثانيو او د ثانيې ٨٨ برخې په سرعت د يو سلو لس مترو په واټن له خنډ څخه د نارينه وو ځغاستې په لوبه کې د اتلولۍ لقب يې ترلاسه کړ او هغه نړيوال ريکارډ يې مات کړی چې د بريتانيې د مشهور لوبغاړي کولين جکسون لخوا د ديارلسو کلونو لپاره ساتل شوی او سرعت يې دوولس ثانيې او د ثانيې ٩١ برخې وو

د لوسان په سيالۍ کې د امريکې مشهورو برخه والو لوبغاړو ترينس تراميل او دومينيکي ارنولد په جلاجلا توګه په پاريس کې په طلايي لوبو کې د ديارلسو ثانيو او صفر شپږ او ديارلسو ثانيو صفر اته په وختونو سره يې ښې نمرې ترلاسه کړې او لوبغاړي لاجي دوکوري تيرکال د نړيوال اتلاتيک په سيالۍ کې د سرو زرو مدال ترلاسه کړی و،دوي دريواړه د چين د لوبغاړي ليو سيانګ سيالان وو، د سيالۍ تر پيل وروسته ليو سيانګ د پړانګ په شان په ډېرې چټکۍ سره منډه ووهله او په پاي کې تر ټولو مخکې د دوولسو ثانيو او اته اتيابرخې په سرعت وروستني ځای ته ورسيد او د يو سلو لسو مترو په واټن له خنډونو څخه د نارينه وو ځغاستې په سيالۍ کې يې پخوانی نړيوال ريکارډ مات او نوی ريکارډ يې رامنځته کړی دی ٠

د ليو سيانګ وروسته د امريکې لوبغاړي دومينيکي ارنولد و ، هغه د ليو سيانګ سره روغبړوکړ او ورته يې توده مبارکي وويله ، ارنولد هم د دوولسو ثانيو او نوي برخې په سرعت پخوانی نړيوال ريکارډ مات کړ، د اتلاتيک د يو پروګرام په لوبه کې دوو تنو لوبغاړو په يو وخت کې نړيوال ريکارډ مات کړی چې داحالت په تيرو سياليو کې ډېر لږ ليدل کيده ٠

د سيالی د پاي ته رسيدو وروسته ليو سيانګ په ډېرې خوښۍ سره وويل دا زماله خيال څخه وتلې پيښه ده ، ګواکي يو خوب دی ، د پاريس په سيالۍ کې زماڅرنګوالی ښه نه و، خو د لوسان په لوبه کې زما ځغاسته ډېره ښه وه ، د ليو سيانګ روزونکي ښاغلي سون خای پينګ د لوبې وروسته د چيني خبريال سره د مېکې په ترڅ کې وويل د سيالۍ په بهيرکې ليو سيانګ خپل ډېر ښه مهارت و ښود چې نړيوال ريکارډ يې مات کړ، تردې مخکې ما اټکل کړی وو چې د لوسان په سيالۍ کې به ليو سيانګ ښه لوبه کولای شي ، کله چې مونږ لوسان ته ورسيدو نو په پوره ځواک سره مو د سيالۍ لپاره تياري ونيوله ، ځکه دا سيالي ډېره مهمه ده ، ويل کيږي چې لوسان د ليو سيانګ لپاره يو بختور ځای ګڼل کيږي ٠

ليو سيانګ په چين کې يو ډېر وتلی اتلتيکي لوبغاړی دی ، د ليو سيانګ د ودې بهير د ده لخوا د پر له پسي تاريخي ريکارډونو د ټينګولو يو بهير دی، د ٢٠٠٢کال په جمنازيم کې د اتلتيک د نړيوالې سترې جايزې د ګټلو په لوبو کې لوبغاړي ليو سيانګ له خنډونو څخه د شپيتو مترو په واټن د ځغاستې په لوبه کې د اسيا ريکارډ مات کړ چې د اوو ثانيو او ٥٥ چټکې منډې سره موخې ته ورسيد، د هغه وخت راهيسي ليو سيانګ په تيرو څلورو کلونو کې څو څو ځله په اتلتيک کې د چين تاريخي پاڼې نوې کړې ،د بيلګې په توګه په ٢٠٠٣ کال کې په جمنازيم کې د اتلتيک په نړيواله لوبه کي ليو سيانګ له خنډونو څخه د نارينه وو د شپيتو مترو د ځغاستې په لوبه کې دريم لمبر ونيو او هغه پاڼه يې واړوله چې د چين نارينه وو لوبغاړو په دغسي لوبو کې په اتلسو کلونو کې هيڅ مډال نه و ترلاسه کړی ، ورپسي په ٢٠٠٤ کال کې په همدارنګو لوبو کې ليو سيانګ د دوو ځلولپاره اسيايي ريکارډونه مات کړل او د سپينو زرو مډالونه يې ترلاسه کړل ، په همدې کال کې ليو سيانګ د اتن د المپيک په سپورتي لوبو کې له خنډونو څخه د نارينه وو د يوسلو لس مترو د ځغاستې په لوبه کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړاو د هغه نړيوال ريکارډ سره يې برابرکړ چې د امريکې د وتلي لوبغاړي کولين جکسن لخواساتل شوی او سرعت يې دوولس ثانيې يو نوي ته رسيدلی و ، دا مډال د المپيک په سپورتي لوبو کي د چين د نارينه لوبغاړي لخوا د اتلتيک لومړنی ترلاسه شوي مډال و ، دغه راز په ٢٠٠٥ کال کې د اتلتيک د نړيوالې اتلولۍ په لوبو کې ليو سيانګ د ديارلسو ثانيو صفر اته په سرعت د سپينو زرو مډال ترلاسه کړاو اوس ليو سيانګ يو ځل بيا هغه نړيوال ريکارډ مات کړی چې دده او کولين جکسين لخوا په ګډه ساتل شوی او سرعت يې دوولسو ثانيو يو نوي ته رسيدلی دی ٠

د ليو سيانګ روزونکی ښاغلي سون خای پينګ وويل د ليو سيانګ وروستنی موخه د ٢٠٠٨ کال د بيجنګ د المپيک په سپورتي لوبو کې يو ځل بيا د سرو زرو مډال ترلاسه کول دي ، هغه وويل په حقيقت کې مونږ هيڅکله داسي فکر نه کوو چې په کومه ټاکلي لوبه کې نړيوال ريکارډ مات کړو ، کيدای شي چې په کومه لوبه کې برياليتوب ترلاسه شي نو ريکارډ مات شي ، مونږ د ليو سيانګ د روزنې لپاره يو بشپږ پروګرام ټاکلی دی ، مونږ غواړو چې د زياتو تمريناتو له ﻻرې د ليو سيانګ بدنې توان پياوړی کړو ، که څه هم مونږ په دې کې فکر نه دی کړی چې ليو سيانګ په دغه لوبه کې نړيوال ريکارډ مات کړي ، خو مونږ دا خيال هم لرو چې د روان کال په لوبو کې ښه سويه وساتو ٠

که مونږ د ليوسيانګ د لوبو يادداشت وګورو ، نو مونږ ته معلوميږي چې د ليو سيانګ لخوا ترلاسه شوي زيات برياليتوبونه د سويس په لوسان کې رامنځته شوي دي ، ويل کيږي چې د سويس لوسان د ليو سيانګ لپاره يو سپورتي بختور ځای دی ، ليو سيانګ همداسي احساس لري ، هغه وويل زه تل داسي احساسوم چې لوسان يو ښه ځای دی ، خو ما هم فکر نه کاوه چې په دغه لوبه کې نړيوال ريکارډ مات کړم ٠

د ٢٠٠٦ کال د جولای ديارلسمه نېټه د ليو سيانک د زيږيدنې دوويشتمه کاليزه وه ، شک نه و چې د نړيويال ريکارډ ماتول د ده د زيږيدنې د ورځې د يادونې لپاره يو ډېر ښه سوغات دی ، خلک هيله لري چې دغه ځوان چيني لوبغاړي به په راتلونکي کې نور ښه برياليتوبونه هم لاسته راوړي او چين او هم نړی ته د پر له پسي حيرانتياوو رسولو ﻻمل شي ٠

ګرانو دوستانو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد ، خوشاله او اباده اوسي ٠