<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-26 16:23:11    
ولی الماس قيمت دی؟

cri

الماس له سرې ، أبي او شنې قيمتی ډبرې سره يو ځاي څلور قيمتي ډبرې بلل کيږي چه د فريکي او بينايي خاصيت له امله له نورو قيمتي ډبرو څخه زيات ارزښت لری . الماس ته په انګليسي ژبه دياموند ويل کيږي چه دغه کلمه له يوناني کلمې ادامنت څخه راځی او مانا يي نه ماتيدونکې ده . د خلکو ژوند د سويې لوړوالي سره سم الماس د مينې د يوه سيمبول او نښې په توګه ګڼل کيږي .

الماس له کوم ځايه راځي ؟ الماس تر ځمکې لاندې له يو سلو پنځوسو څخه تر دوو سوو کيلومترو پورې له يو زرو پنځوسو څخه تر يو زرو دوو سوو پنځوسو درجو پورې د لوړې تودوخې او ډير لوړ فشار له امله رامنځته کيږي . يوازې د ځمکې پوستکې له څيريدو سره د اورغورځونکي غره د چاودنې په بهير کې د ځمکې سطحې ته راځی او په ډبرو کې ورګډ يږي . د پلټنې له مخې يو ډول الماس نهه سوه نوي مليونه کاله او ځينې نور يي درې ميليارده درې سوه مليونه کاله دمخه جوړ شويدي.

که څه هم د ميلاد نه اته سوه کاله مخکې الماس د هنديانو لخوا کشف شوی ، خو له دې امله چه الماس يوازی په لږ شمير هيوادونو او سيمو کې پيدا کيږي او استخراج شوي الماسونه ټاکلي درجې ته نه رسيږي ، نو غوره کيفيت لرونکي الماس ډير کم دي . نن ورځ په اوه ويشتو هيوادونو کې يو مليارد نهه سوه مليونه قيراطه زيرمه شته چه په سلو کې نهه څلويښت برخه په افريقا کې توليديږي مثلا په جنوبي افريقا بوتسوانا ، ناميبيا او ګانکو ، خو په استراليا کې استخراج شويو الماسو اندازه لومړي ځاي نيسي چه غوره کيفيت لرونکي الماس تناسب يوازي په سلو کې پنځه دی . بوتسوانا په نړۍ کې د الماس لومړني لوي توليدونکی هيواد دی او عمومي توليدي اندازه يي له نړيوالې اندازې څخه په سلو کي نولس برخه نيسي .( يو قيراط له صفر اعشاريه دوو ګرامو سره برابر دی .) د يادونې وړ خبره دا ده چه له دوه سوه پنځوس ټنو معدني ډبرو څخه يو قيراط الماس استخراج کيداي شي ، نو د الماس د پيدايښت او استخراج بهير ډير مشکل او قيمت يي هم ډير ګران دی . برسيره پردې الماس د خپل فزيکي او کيمياوي خواصو د ثبات له امله د تل لپاره ساتل کيږي .

الماس بيلا بيل رنګونه لری ، خو عمومأ بي رنګه يا کم رنګه ژيړ او يا رنګه وي ، خو رنګه الماس ډير کم ليدل کيږي او قيمت يي هم د نورو نه جګ وی . د الماس رنګونه څنګه رامنځته کيږي . لومړي په الماس کې کم شمير ناخالصه ماده موجوده ده . کله چه د نيتروجن ، بورون او هيدروجن اټمونه د الماس يو بلور ته ننوځي ، په الماس کې رنګونه رامنځته کيږي . دوهم د الماس د بلور د بدلون له امله هم رنګونه رامنځته کيږي .

د الماس کيمياوي ترکيب له ګرافيت سره يو شان دی چه ټول د کربن په عنصر پوري اړه لری ، خو دواړه بنسټيز توپير لری . څرنګه چه په دغو دواړو مادو کې د کاربن اټوم د ترکيب شکلونه بيل دي ، نو الماس ډير کلک دی او ورباندي د هيڅ شي له وهلو کوم اثر يي پرې پاتي کيږي . خو ګرافيت يو ډول نرم توکی دی او حتی کله چه نوک ورباندي ووهل شي ، اثر به يي هم پاتي شي . دغه راز الماس ثابت کيمياوي خواص لری ، نو په تيزابو کې هم هيڅ بدلون کوی ، خو بايد وويل شي کله چه الماس له غوړيو سره ووهل شي ، د بلور سطح به د غوړيو لخوا پټه او ځلا به يي تته شي ، نو د کاسو مينځلو په وخت کې بايدد الماس ګوته له ګوتې څخه وايستل شي .

د الماس د اره تکنولوژۍ په کوم ځاي او کله اختراع شوه ؟ په لرغوني زمانه کې د الماسو د اره لارې چارې نه وې . په څوارس سوه څلور پنځوسم کال کې يو هالندي د الماسو د بيلو بيلو خواوو ترمنځ د کلکوالي توپير وموند او له امله يي د الماس د برش تکنولوژي اختراع کړه چه په الماس الماس اره کولي شي . په نولس سوه نولسم کال کې يو پولندي چه مارشال تولکويسکې نوميده ، د الماس د اره تکنولوژۍ اصلاح کړه او دده د نوۍ تکنولوژۍ په استعمالولوسره يو الماس چه اته سطحې لری ، په اته پنځوس سطحو اره کولي شي چه دغه تکنولوژی لا تر اوسه استعماليږي .