<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-26 16:26:50    
د چين د ګوي جو په ولايت کې د ځوانانو داوطلبانه خدمتونه

cri

د ګوي جيو ولايت د چين په جنوب لويديځه سيمه کې پروت دي او د چين د نورو ولايتونو په پرتله يي اقتصاد وروسته پاتي دي ٠ د لويديځو سيمو د ودانولو او پرمختګ په هکله د چين د ستراتيژيکي پلان د پلي کولو او د هيواد د محصلينو د داوطليانه خدمتونو په باب د چين د حکومت د وړانديز د را منځته کولو راهيسي په دي ولايت کې داوطلبانه خدمتونه په خورا خوځښت سره سره تر سره شوي دي ٠

ځلمي تان کاي ون پخوا د ګوي جيو ولايت د ګوي يانګ ښار د چين ددوديز طب پوهنځي محصل و ٠ د ٢٠٠٣ کال د جولاي په مياشت کې له دغې پوهنځي څخه د فارغيدو نه وروسته هغه کار پريښود چه د خپل ځان له پاره ډير مساعد او مياشتنې معاش يي هم ډير زيات دي ٠ ځکه هغه په قطعي توګه پريکړه وکړه چه د لويديځو سيمو د ودانولو له پاره د محصلينو په داوطلبانه خدمتونو کې ګډون وکړي ٠ په تيرو دوو کالو کې هغه د خپلې پوهې په واسطه د ګوي جيو ولايت د سيو ون ولسوالي په يوه ليري کليواله سيمه کې د کليوالو خلکو د روغتيا له پاره زيات خدمتونه ترسره کړي او د کليوالو خلکو ډيره لوړه ستاينه يي حاصله کړېده ٠ د خدمتونو په دوو کالو کې ځلمي تان کاي ون د سيمې د کليوالو له خوا د اعتماد وړ ډاکتر په توګه وګڼل شو ٠ کله چه دده داوطلبانه دنده بشپړه شوې او غوښتل يي چه ژر بيرته د خپل کار ځاي ته لاړ شي ، د محلي ځاي خلکو په ګډه سره د ګوي جيو ولايت اړوندې څانګې ته يو غوښتن ليک وړاندي کړي او پکې يي دا څرګنده کړه چه په دي سيمه کې ډاکتر تان کاي ون ته زياته اړتيا لري او په دي ځاي کې يي د هغه د پاتي کيدو له پاره غوښتنه وړاندې کړې ده ٠ د خلکو د تودو احساساتو په وړاندې تان کاي ون ډير متاثر شو او پريکړه يي وکړه چه په دغه ليري ځاي کې د خلکو د روغتيا د ساتنې له پاره خپل کارونو ته دوام ورکړي او خپل ځوانيتوب او خپله ټولنه پاملرنه کليوالو ته وقف کړي ٠ ويل کيږي چه د ګوي جيو په ولايت کې لکه ځلمي تان په شان دغسي ځوان داوطلبان ډير زيات دي ٠

په چين کې د لويديځو سيمو د پرمختګ د ملاتړ په هکله د محصلينو د داوطلبانه خدمتونو پلان د پلي کولو د دريو کالو راهيسي د ګوي جيو په ولايت کې ټول پنځه زره دوه سوه او پنځه ويشت تنه داوطلبانه محصلين ځاي پر ځاي شوي دي ٠ دوي په وروسته پاتي اقتصإدي سيمه کې د کورنيو د لارښونې ، د نشه يي موادو د مخنيوي ، د روغتيا د ساتنې ، د ماشومانو د روزنې او داسي نورو چارې د پرمخبيولو له پاره زيات خدمتونه او مرستې برابرې کړي دي ٠ تير کال د ګوي جيو په ولايت کې ثبت شويو ځوانو داوطلبانو شمير څه د پاسه دريو لکو ته رسيدلي دي ٠ محصل سوي بين يوي چه د ٢٠٠٣ کال د جولاي په مياشت د چين د هوا جونګ د کرنې له پوهنتون څخه فارغ شوي ، د يو داوطلب په توګه د دغه ولايت د يوې بې وزلې ولسوالي په يوه ښوونځي کې يي د يوه کال له پاره خدمتونه تر سره کړي دي ٠ دده د خپلو کوششونو او وتلو خدمتونو له لارې په ٢٠٠٥ کال کې د چين د ځوانو داوطلبانو د خدمتونو د سره زرو جايزه تر لاسه کړه ٠

په ګوي جيو ولايت کې د ځوانانو د داوطلبانه فعاليتونو د رامنځته کيدو راهيسي پنځه مليونه داوطلبانو په ټولنه کې د يو سل پنځوس مليونو ساعتونو له پاره داوطلبانه خدمتونه تر سره کړي دي ٠