<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-07-26 16:31:24    
د قزاق يو زده کوونکی اوه ژبې ويلای شي

cri

د قزاق يو زلمي چې انبيلګن نوميږي او د چين د سينجيانګ له پوهنتون څخه فارغ شوی اوه بيلابيلو ژبې خبرې کولای شي ، په پوهنتون کې د زده کړو په موده کې هغه ډېر زيارايستلی او برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي ، انبيلګن د چين د سينجيانګ د ويغوري خپلواکې سيمې د يوه غرني کلي په يوه بيوزلې کورنۍ کې زيږيدلی دی ، پلار يې کوچی دی ، په کور کې څلور کوچنيان شته ، انبيلګن او دده درې وروڼه او خور لري ، پلار او مور يې دوي څلورواړه د چيني ژبې ښوونځيو ته استولي وو ، خو د اقتصادي ستونزو له امله د انبيلګن وروڼه او خور په منځنيو ښوونځيو کې د زده کړو له پاي ته رسيدو وروسته نورو زده کړو ته دوام ورنکړ ، يوازي انبيلګن د سينجيانګ په پوهنتون کې شامل شو، خو په هغه وخت کې د انبيلګن پلار و موردا توان هم نه درلود چې د انبيلګن د زده کړو لګښت پوره کړي ،د حکومت د هغې پروژې په رڼا کې چې د چين په لويديځه سيمه کې د بيوزلو زده کوونکوسره د مرستو لپاره ترسره کيږي ، په زده کړو کې د ښو برياليتوبو له امله پوهنتون انبيلګن ته هرکال پنځه زره يوانه ورکوي چې له دې لارې انبيلګن وکولای شول چې په پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې پاي ته ورسوي ، په پوهنتون کې د زده کړو په بهير کې د انبيلګن ژوند هم د خوښۍ وړ و او هم د زياتو ستونزو سره مخامخ کيده او هميشه يې فکرکاوه چې بايد په زده کړو کې لا زيات معلومات ترلاسه کړي ترڅو د خپل کورنۍ د ژوندانه سويه لوړه شي ، څرنګه چې انبيلګن د سينجيانګ د ويغوري قوم د خپلواکې سيمې په قزاقي کور کې لوي شوی نو ځکه هغه له يوې خوا قزاقي او ويغوري ژبې ويلای شي او له بلې خوا هغه له کوچنيتوب څخه چيني ژبه

زده کړې او په پوهنتون کې يې انګليسي او روسي ژبې زده کړې دي ، همدا شان هغه د قرغيز او شيبو ژبې هم ويلای شي چې په مجموعي توګه په اوو ژبو خبري کولای شي ٠

د سينجيانګ په پوهنتون کې زيات بهرني زده کوونکي او استاذان زده کړې او کارکوي ، نو زلمي انبيلګن تل له دوي سره اړيکې ټينګولې او بهرني ژبې يې تري زده کولې په پوهنتون کې د هستوګنې په څلورو کلونو کې انبيلګن کله کله هم د خپلو ژبو له ﻻرې د بهرنيو ميلمنو سره مرستې کولې ، د بيلګې په توګه يوه ورځ انبيلګن په بازار کې وليدل چې څو بهرنيو سوداګرانو د يوه چيني سوداګر سره د سوداګرۍ په اړه خبرې کولې ، خو د ژبې د توپير له امله دواړې خواوې د سوداګرۍ په خبرواترو کې له ستونزې سره مخامخ شوې ، نو په دې مهال انبيلګن په انګليسي ژبه ددوي سره مرسته وکړه ، دواړه خواوې د سوداګرۍ په برخه کې د په بري سره پاي ته رسيدو له امله ډېرې خوشاله شوې ، بهرنيو ميلمنو د مننې لپاره دوه سوه يوانه پيسي انبيلګن ته ورکړې ، انبيلګن دغه پيسې ومنلې ، هغه دغې پيسې د خپل کار او زيار حق الزحمه وګڼله ، له دې وروسته انبيلګن کله کله د ترجمان يا ژباړونکي په توګه د پوهنتون د بهرنيو زده کوونکو او استاذانواو يا له پوهنتون څخه دباندې د نورو بهرنيو سوداګرانوسره مرستې وکړې او له دې ﻻرې يې څه نا څه پيسې ترلاسه کړې ، خو له دې لارې دده له خوا ترلاسه شوي پيسې هم کمې وي ، په پوهنتون کې د زده کړو په موده کې هغه د اقتصادي ستونزو له امله بيرته خپل کور ته نه و ورغلی ، هغه وويل زه به په کار کې کوشش وکړم څو چې يو شمير پيسې ترلاسه کړم او د خپلې بيوزلې کورنۍ سره د مرستې لپاره يې يوسم ، اوس زمونږ په کلي کې نور زيات

کوچنيان هم شته چې د بېوزلۍ او غربت له امله ښوونځيو ته نشي تلای ، زه غواړم چې د زده کړو له ﻻرې ترلاسه شوي معلومات دوي ته ورکړم او له دوي سره مرسته وکړم چې دوي هم درس ولوستلای شي ٠