د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو د جولای په ٢٦ نيټه په لبنان کی د يوه چينی سوله ساتونکی په وژل کيدو ژور خفګان څرګند کړ .
د دغه خواشينی کوونکی خبر له اخيستلو وروسته ښاغلی هو جين تاو سمدستی د چين اړوندې څانګې ته هدايت ورکړ چی دغه ناوړه کړه وړه وغندی او له دوی څخه يی غوښتنه وکړه چی د نوموړی قربان اړوندې چارې په ښه او مناسب ډول ترسره کړي او په لبنان کی د چينايانو د امنيت ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسی .
د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ چی اوس په کوالالامپور کی د جنوب ختيځی اسيا د هيوادونو د ټولنې د فورم د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کی برخه لری ، په همدی ورځ هم د چينايی دو جاو يو په شمول د م م د ٤ تنو کتوونکيو په وژل کيدو خپله حيرانتيا او خواشينی څرګنده کړه . سربيره پردې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند هم دغه ناوړه عمل وغانده .